انځور: رویټرز
انځور: رویټرز

په تېرو څو ورځو کې یوناني چارواکو د لېسبوس ټاپو دویم موریا کمپ کې د کورونا ویروس ۳۰ پیښې ثبت کړې دي. چارواکي وایي چې ۱۰۰ تنه نور تر قرنطین لاندې دي.

تېره پنجشنبه د یونان روغتیایي چارواکو وویل د لېسبوس ټاپو د مهاجرو په کمپ کې ۳۰ کسان په کورونا ویروس اخته شوي دي. دغه کمپ چې دویمه موریا نومېږي نږدې ۶۰۰۰ کسان پکې په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي.

سرچینو زیاته کړې چې نږدې سل کسان چې په ډله کې یې د اخته شویو کسانو د کورنیو غړي هم دي تر قرنطین لاندې دي.

بیا ولولئ: فنلنډ کې د موریا کمپ په هکله د انځورونو نندارتون: «غواړم چې خلکو ته د بشري فاجعې په اړه خبرداری ورکړم»

تېر کال د یونان د لېسبوس په مهاجر کمپ کې د کورونا ویروس کمې پېښې ثبت شوې وې. یوناني چارواکو پر مهاجر کمپونو بندیزونه لګولي دي او مهاجر یوازې د لنډې مودې لپاره له کمپه د وتلو اجازه لري.

که څه له تېرو څو اونیو راهیسې لېسبوس کې مېشتو مهاجرو ته واکسین ورکړل شوی، خو ځینې کسان بیا د خپل ژوند د وضعیت پر وړاندې د اعتراض په توګه د واکسین له اخیستلو ډډه کوي.

موریا کمپ د ۲۰۲۰ په سپټمبر میاشت کې د اورلګېدنې له امله ویجاړ شو. خو حکومت بیا لېسبوس بندر ته نږدې د پناه غوښتونکو لپاره د هرکلي او نوم لیکنې کمپ جوړ کړ.

بیا ولولئ: یونان او اروپایي ټولنې د ۲۰۲۱ سپټمبر پورې د مهاجر کمپ د جوړولو هوکړه وکړه

یوناني چارواکو زیاته کړې وه چې دوی په پام کې لري چې لېسبوس کې یو نوی مهاجر کمپ جوړ کړي. خو د دغه کمپ د جوړولو کارونه د ځایي چارواکو او اوسېدونکو د اعتراض له امله له ځنډ سره مخ شوي دي.

د دویمې موریا په نامه کمپ کې مهاجر او کورنۍ لا هم تر خیمو لاندې شپه سبا کوي او برښنا، اوبو او تشنابونو ته لاسرسی نه لري.  

 

نورې ليکنې