ویال کمپ په خیوس ټاپو کې موقعیت لري. کرېډېټ: کډوال نیوز
ویال کمپ په خیوس ټاپو کې موقعیت لري. کرېډېټ: کډوال نیوز

یوناني چارواکي وایي تېره یکشنبه د یونان د خیوس ټاپو په ویال کمپ کې یو ۵۱ کلن عراقی کډوال د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

د یوناني سرچینو په حواله تېره یکشنبه د می میاشتې ۹مه د دې هیواد د خیوس ټاپو په ویال کمپ کې یو ۵۱ کلن عراقی کډوال د زړه حملې له امله مړ شوی دی. سرچینو زیاته کړې چې دغه عراقی چې له یو نیم کال راهیسې ویال کمپ کې اوسېد، د زړه په ناروغۍ اخته و.

 په تېرو څو ورځو کې دا دویم مهاجر دی چې د خیوس په ویال کمپ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د یونان د کډوالو چارو وزارت مسولینو پرون پرېکړه وکړه چې له دغه کمپ څخه لیدنه وکړي.

یوه اونۍ مخکې ویال کمپ کې د یو ۲۸ کلن سومالیایي جسد وموندل شو.

د کمپ ډاکټر د می میاشتې پر ۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې دغه ځوان سړي جسد یې د ده له مرګه ۱۰ تر ۱۲ ساعتونو وروسته موندلی. په وینا یې د نوموړي په غوږ او کېڼ لاس کې ټپونه لیدل کېدل چې ښایي د مږو د چیچلو له امله رامنځ ته شوي وي.

د کډوالو چارو وزارت په حواله د عدلي طب د څېړنو وروسته به د نوموړي د مرګ اصلي لامل معلوم شي.

 خو تېره دوشنبه یاد وزارت وویل چې ۲۸ کلن سومالیایی مهاجر د ساتنګۍ له امله مړ شوی نه د مږو د چیچلو له کبله.

بیا ولولئ: یونان: د لېسبوس ټاپو په دویم موریا کمپ کې ۳۰ مهاجر په کورونا اخته شوي

دمګړۍ ویال کمپ کې ۹۲۸ پناه غوښتونکي ژوند کوي. په تېرو دوو کلونو کې له ترکیې څخه یونان ته د اوښتونکو مهاجرو د شمېر د کموالي او همدارنګه له ټاپوګانو څخه مرکزي یونان ته د مهاجرو د انتقالولو له امله دغه کمپ کې د مهاجرو شمېر کم شوی دی.

 د بشري حقونو مدافع بنسټونو په وار وار یوناني ټاپوګانو کې د مهاجرو د ژوند پر خراب وضعیت نیوکې کړې دي. دغو ټاپوګانو کې تر ۱۱۳۰۰ ډېر مهاجر ایسار پاتې دي.

 

نورې ليکنې