د تېرې شنبې خونړی برید کې لږترلږه ۸۵ کسان وژل شوي. انځور: رویټرز، سترېنجر
د تېرې شنبې خونړی برید کې لږترلږه ۸۵ کسان وژل شوي. انځور: رویټرز، سترېنجر

تېره شنبه د می میاشتې ۸مه د کابل په لوېدیزه دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید پراخ غبرګونونه راپارولي دي. دغه برید کې تر ۸۵ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده چې ځینې اروپایي هیوادونه افغانستان یو امن هیواد ګڼي او افغان کډوال بېرته دغه هیواد ته ستنوي.

د افغانستان د امنیتي سرچینو د وروستیو شمېرو له مخې تېره شنبه د می میاشتې ۸مه د کابل په لوېدیزه دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي د ترهګریز برید له امله ۸۵ کسان وژل شوي او ۱۴۷ تنه نور ژوبل دي. د افغانستان حکومت نن سه شنبه د می ۱۱مه ملي ماتم اعلان کړ.

تېره شنبه له غرمې وروسته د کابل دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند چاودنې رامنځ ته شوې. د رسنیو د راپورونو له مخې لومړی له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د سیدالشهدا ښوونځي ته نږدې چاودنه وکړه او لږ وروسته دوه نورې چاودنې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله رامنځ شوې چې تېښتېدونکي زده کوونکي یې هدف وګرځاوه. 

دشت برچي د کابل په لوېدیځ کې موقعیت لري چې په ګڼ شمېر کې هزارګان پکې مېشت دي. په تېرو څو کلونو کې دغه سیمه د افغانستان دولت مخالفو ډلو د هدفونو په لړ کې یوه له اصلي سیمو څخه پېژندل کېږي.

بیا ولولئ: له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د دوی افغان همکاران اندېښمن کړي

د افغانستان دولت وایي چې د شنبې ورځې برید مسولیت د طالبانو په غاړه دی، خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ادعا رد کړې ده.

د پېښې انځورونو او ویډیوګانو په نړیواله او کورنۍ کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ملګرو ملتونو څخه غوښتي دي چې د زده کوونکو نجونو د وژنې په تړاو پلټنې وکړي. 

خبرپاڼه کې راغلي: «وژنې بيا بيا غندل کيږي، خو غندل او همدردي په ښوونځي کې د ماشومانو، په پوهنتونونو کې د محصلينو او په هوايي بريدونو کې د تلفاتو لپاره کافي ځواب نه دی. د ملگرو ملتونو سازمان، متحده ايالات، اروپايي اتحاديه، د سيمې هيوادونه او اسلامي هيوادونه بايد د معتبرو او شفافو څېړنو غوښتنه وکړي.»

دغه کمیسون زیاته کړې چې «د ۱۳ اپریل څخه د مې تر ۷مې د د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د څېړنو ډلې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ثبت کړې ده. یادې ډلې ۱۳۰ پېښې ثبت کړې دي چې ۵۱۹ ملکي وګړي پکې وژل او یا ژوبل شوي دي. خو په وینا یې دا شمېرې د تېرې ورځې [پر سیدالشهدا برید] تلفات نه رانغاړي.»

بل پلو ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې پېښې په غندلو سره د ترهګريز برید د عاملانو او تمویل کوونکو غوښتنه کړې ده. دغې شورا یاد برید «بزدلانه» کړنه بللې ده او زیاته یې کړې چې عاملین یې باید محاکمه شي.

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې ویلي پر ښوونځيو برید د منلو نه دی.

د برتانیا او امریکا حکومتونو هم دغه پېښه غندلې ده. امریکا پر زده کوونکو برید «وحشیانه» بللی دی.

بیا ولولئ: زیات ځوانان افغانان په سویډن کې تر فشار لاندې دي

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د ولسي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالي سره سره ځینې اروپایي هیوادونه لکه جرمني، اتریش او سویډن د افغان مهاجرو پر اخراج ټینګار کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو ویاند تېره اونۍ د کاټولیک خبري اژانس ته وویل چې د روان میلادي کال راهیسې ۹۸ مهاجر له جرمني څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.

تېره سه شنبه د می میاشتې ۴مه اټکل دا و چې د افغان مهاجرو یوه ډله له جرمني څخه افغانستان ته وشړل شي، خو د الماني چارواکو په خبره کابل کې د د امنیتي پېښو د زیاتوالي له امله دغه پرواز وځنډول شو.

 

نورې ليکنې