د ۲۰۲۱ د می میاشتې ۹مه، مهاجر لمپدوسا ټاپو ته رسېږي. انځور: رویټرز، مورو بوکارېلو
د ۲۰۲۱ د می میاشتې ۹مه، مهاجر لمپدوسا ټاپو ته رسېږي. انځور: رویټرز، مورو بوکارېلو

پرون دوشنبه سهار وختي سلګونو نورو مهاجرو د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته ځان رسولی دی. له دې سره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ایټالیا ته د اوښتونکو مهاجرو شمېر ۲۱۰۰ کسانو ته رسېږي. په ورته مهال د لمپدوسا ښاروال د ایټالیا له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

پرون دوشنبه د می میاشتې ۱۰مه نږدې ۶۳۵ مهاجر د مدیترانې له لارې د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته رسېدلي دي. د ایټالیا د دولتي راډیو په حواله ۴ بېړۍ پرون دوشنبه سهار وختي د ایټالیا د ساحلي ځواکونو تر بدرګې لاندې د لمپدوسا یو بندر ته ورسېدلې.

ګڼو مهاجرو د لمپدوسا د مهاجرو مرکز د ډکېدو له امله پر کښتیو شپه سبا کړې ده. دغه مرکز چې تر تېرې یکشنبې پورې تش و د ۲۰۰ مهاجرو د ځایېدو ظرفیت لري.

سلګونه نور د قرنطین مودې د تېرولو لپاره یوې درېدلې بېړۍ ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبه او یکشنبه نږدې ۱۴۰۰ مهاجرو په ۱۵ کښتیو کې لمپدوسا ته ځانونه رسولي وو. په ټولیزه توګه تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۵۰ کسان ایټالیا ته رسېدلي دي.

بیا ولولئ: تېرو دوو ورځو کې تر ‍۱۴۰۰ ډېر مهاجر ایټالیا ته رسېدلي دي

«لمپدوسا کې وضعیت د چاودلو په حال کې دی»

په ورته مهال د لمپدوسا ښاروال سلواټور مارتېلو د ایټالیا له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پولیسو د سنډیکا غړي دومېنیکو پیانیزې ویلي: «لمپدوسا کې وضعیت د چاودلو په حال کې دی. که دا کار یو ځل بیا تکرار شي، څوک د دې ضمانت نه شي کولی چې روغتیایي وضعیت به څنګه شي.»

د روغتیایي کړکېچ سره سره له مغرب او په ځانګړې توګه له تونس او لیبیا څخه اروپا ته د مهاجرو راتګ لا هم دوام لري. د کډوالو چارو نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپریل تر ۲۱مه ۸۶۰۴ کسان ایټالیا ته رسېدلي دي. 

 

نورې ليکنې

Webpack App