انځور: د مانش او شمالي سمندر قومنداني
انځور: د مانش او شمالي سمندر قومنداني

پرون سه شنبه فرانسوي ژغورونکو مانش کانال څلور مهاجر ژِغورلي دي چې غوښتل یې د پاروګانو بېړۍ په ذریعه برتانوي سواحلو ته واوړي. چارواکو زیاته کړې چې ۲۹ تنه نور دنکرک ساحل ته نږدې ژغورل شوي دي.

پرون سه شنبه د می میاشتې ۱۱مه سهار وختي د ګري نې د ژغورنې او نظارت سیمه ییز عملیاتي مرکز مانش کانال کې څلور مهاجر ژِغورلي دي چې په یوه کوچنۍ بېړۍ کې سپاره وو. دغو کسانو هڅې کولې چې د پاروګانو بېړۍ په وسیله برتانیا ته واوړي.

ژغورل شوي کسان د اریتریا اتباع دي.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومنداني په یوه خبرپاڼه کې وایي چې مانش کانال کې د هوا حالاتو د ښه والي له امله ژغورونکو ډېر ژر یاد مهاجر وژغورل او کالې بندر ته یې انتقال کړل.

د سرچینې په حواله د دوی د بدن د تودوخې درجه راټیټه شوې وه. نوموړي تر روغتیایي معاینې وروسته د فرانسې سرحدي پولیسو ته وسپارل شول.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه بله خبرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ مانش کې د ۵ ښځو په ګډون ۲۹ تنه نور مهاجر هم ژغورل شوي دي. د دغو کډوالو بېړۍ دنکرک ساحلي اوبو کې موقعیت درلود. قومندانۍ د دوی روغتیایي وضعیت ښه بللی او زیاته یې کړې چې سرحدي پولیسو ته یې سپارلي دي. 

خطرناک سفرونه

د یادولو ده چې تېره شنبه او یکشنبه سلګونو مهاجرو د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې کړې وې. د برتانوي چارواکو په وینا ۱۳۰ کسان دغه هیواد ته اوښتي وو. فرانسوي چارواکي بیا وویل چې ۶۶ تنه نور یې سمندر کې ژغورلي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې زیات شمېر مهاجر هڅه کوي چې په ناقانونه طریقه کوچنیو کښتیو کې د مانش کانال له لارې د فرانسې له سرحدي ښارونو څخه برتانیا ته واوړي، خو د اوبو د څپو د لوړوالي او د لویو کښتیو د ګڼې ګوڼې له امله له زیاتو ستونزو سره مخېږي. ځینو له همدې امله د سمندري سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

د تېرې اکټوبر میاشتې په پای کې د مهاجرو یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۴ تنه مړه او ۳ نور لادرکه شول. دا مانش کې تر ټولو غمجنه پېښه ده چې ۵ قربانیان یې د یوې کردۍ ایرانۍ کورنۍ غړي دي.

تېر کال تر ۹۵۰۰ ډېرو مهاجرو هڅې کړې وې چې په کوچنیو کښتیو کې برتانیا ته ځان ورسوي چې د ۲۰۱۹ پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې