د سازمان یافته جرمونو ضد نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې وایي چې د بالکان له لارې د مهاجرو د قاچاقولو کلني عواید ۵۰ میلیونه یورو ته رسېږي. د راپور له مخې ډېری هغه کسان چې غواړي د بالکان له لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي د افغانستان، سوریې، پاکستان او بنګله دېش اتباع دي.
د سازمان یافته جرمونو ضد نړیوال سازمان د راپور له مخې بالکان هیوادونو کې د قاچاقي ډلو اصلي فعالیتونه د البانیا، شمالي مقدونیې او یونان، بوسنیا او کروشیا او صربستان، هنګري او رومانیا پر پولو ترسره کېږي.
دغه سازمان په خپل راپور کې چې تېره دوشنبه د می میاشتې ۱۰مه خپور شو وایي انساني قاچاق وړونکي هر کال دغو سیمو کې تر ۵۰ میلیونه یورو پورې عواید ترلاسه کوي.
راپور کې زیاته شوې چې د کلني عوایدو اصلي مبلغ ښایي تر دې هم زیات وي ځکه چې ځینې قاچاق وړونکي مهاجر د سمندر له لارې له البانیا څخه ایټالیا ته قاچاقوي. ډېری هغه کډوال چې هڅه کوي د بالکان له لارې اروپایي ټولنې ته ځان ورسوي د افغانستان، سوریې، پاکستان او بنګله دېش اتباع دي.
د راپور له مخې تېر کال قاچاق وړونکو د لوېدیز بالکان له لارې - د البانیا، شمالي مقدونیې او یونان پر پولو - ۱۹،۵ تر ۲۹ میلیونه یورو ترلاسه کړې دي.
شمالي مقدونیه کې ګوګلیا او البانیا کې کاکاویا او کاپچتیکا سیمې د مهاجرو د قاچاقولو اصلي سیمو په توګه پېژندل کېږي.
راپور کې راغلي چې د قاچاقي ډلو بله برخه د بوسنیا په بیهاچ ښار کې فعالیت کوي. د راپور له مخې دغه سیمه کې تېر کال قاچاق وړونکو له ۷ تر ۱۰،۵ میلیونه یورو ترلاسه کړې دي.
د راپور لیکونکو زیاته کړې چې د قاچاقي ډلو دریمه برخه د صربستان د هورګوس، سوبوتیکا، سمبور او د کلبیجیا ټونلونو کې فعاله ده او تېر کال یې ۸،۵ تر ۱۰،۵ میلیونه یورو عواید درلودلي.
د راپور له مخې د بالکان له لارې اروپایي ټولنې ته د مهاجرو قاچاق په مختلفو سطحو - راه بلدان، انتقالوونکي، او اصلي قاچاق وړونکي - ترسره کېږي.
راه بلدان او د مهاجرو انتقالوونکي ۲۰ تر ۷۰۰ یورو عواید لري، خو اصلي قاچاق وړونکي هغه کسان دي چې مهاجرو ته د قاچاقي سفر لپاره د «بستو» وړاندیز کوي.
د راپور له مخې د دغو بستو د چمتو کولو لپاره نړیوالو شبکو ته اړتیا شته. مهاجر اړ دي چې خپل اصلي هیواد او یا د مهاجرت پر لارو دغو شبکو ته پیسې ورکړي.