د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن. انځور: رویټرز
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن. انځور: رویټرز

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر تېره شنبه وویل له ۱۴۷ سخت دریځو بهرنیانو څخه یې فرانسه کې د اوسېدو حق بېرته اخیستلی دی. خو له حقوقي لحاظه دا پوښتنه مطرح کېږي چې دا کار به څنګه عملي کېږي. په ورته مهال د افپرا یا د مهاجرو ادارې خپلواکي مطرح ده.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن د ۲۰۲۰ په سپټمبر میاشت کې د پولیسو له قومندانیو څخه غوښتي وو چې دوی «باید د هغو بهرنیانو په مقابل کې له قاطعیت څخه کار واخلي چې عامه نظم ته جدي ګواښ ورپېښوي.» دغه خبره اوس عملي شوې ده.

نوموړي تېره پنجشنبه د می میاشتې ۶مه فرانسوۍ ورځپاڼې فیګارو سره په خبرو کې وویل: «د مهاجرو له ادارې یا اوفپرا څخه مو غوښتنه کړې چې فرانسه کې باید د هغو کسانو د اوسېدو حق بېرته واخلي څوک چې زموږ د جمهوریت د ارزښتونو خلاف دي.»

بیا ولولئ: د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي له سخت دریځو او متخلفو مهاجرو دغه هیواد کې د اوسېدو حق بېرته اخلي

په تېرو څو میاشتو کې اوفپرا یا د مهاجرو ادارې له ۱۴۷ بهرنیانو څخه فرانسه کې د اوسېدو حق بېرته اخیستلی دی. د اوفپرا عمومي مشر ژولین بوشې کډوال نیوز ته وایي چې په ۲۰۱۹ کې اوفپرا د ۷۰ کسانو مهاجرتي اسناد بېرته اخیستلي وو او په ۲۰۲۰ کې نږدې سل سندونه بېرته اخیستل شوي دي.

دغه شمېرې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر نوی مهاجرتي سیاست ښیي. ژرالد دارمنن د ۲۰۲۰ په جولای میاشت کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په توګه دنده پیل کړه.

بیا ولولئ: د فرانسې رامبویې ښار کې وسله وال برید: د بې سنده بهرنیانو په اړه واقعیتونه او ناسمې ادعاوې

قضایي چوکاټ

بهرنیان د نړیوالې ساتنې سندونه له لاسه ورکولی شي، خو بیا هم مهاجر دي: مانا یې دا چې دوی به خپلو هیوادونو ته د اخراجېدو په صورت کې لا هم له ګواښونو سره مخ وي. اوس پوښتنه دا ده: که د یوه مهاجر اسناد ترې واخیستل شي، اخراجول به یې اسان وي؟ نه.

د بهرنیانو د حقونو وکیل لوران دېلبوس کډوال نیوز ته وایي: «د [کورنیو چارو] وزیر د برداشت خلاف د مهاجرتي اسنادو د بېرته اخیستلو او د بهرنیانو د اخراج تر منځ اتوماټیکه اړیکه نشته.» په وینا یې اخراج خپل قانوني شرایط لري.

بیا ولولئ: کډوال څنګه د اقامې حق له لاسه ورکوي؟

د جنېوا کنوانسیون پر بنسټ کوربه هیوادونه حق لري هغه مهاجر وشړي چې امنیت ته یې ګواښ ورپېښوي. خو په دې شرط چې «مهاجر په خپل اصلي هیواد کې له رښتني او جدي خطر سره مخ نه وي او یا ورسره غیرانساني چلند ونه شي.»

ښاغلي دېلبوس زیاتوي: «ځینې وختونه بهرنیان د خپلو اسنادو د له لاسه ورکولو له امله له خپلو حقونو محرومېږي، خو اخراجول یې امکان نه لري. اوس پوښتنه دا ده چې: دا به د [فرانسې] پر امنیت څه مثبت اغیز ولري؟»

د اوفپرا خپلواکي

بله پوښتنه دا ده: ایا د کورنیو چارو زارت صلاحیت لري چې له اوفپرا څخه د بهرنیانو د اسنادو د بېرته اخیستلو غوښتنه وکړي؟ که څه هم اوفپرا له مالي او اداري لحاظه د کورنیو چارو وزارت تر ادارې لاندې ده، خو بیا هم یوه خپلواکه اداره ده. د اوفپرا په سایټ کې راغلي: «دغه اداره په بې طرفه توګه خپله دنده ترسره کوي... او د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره له هېچا څخه هدایت نه اخلي.»

خو ژولین بوشې وایي: «فرانسې ته د بهرنیانو د تګ راتګ او د پناه غوښتنې قانون له مخې اوفپرا د اداري چارواکو لکه د قومندانونو او یا د پناه غوښتنې چارو وزیر د غوښتنې پر اساس د بهرنیانو اسناد بېرته اخیستلی شي.» مانا یې دا چې قومندانۍ او یا د کورنیو چارو وزیر د تخلفاتو، عامه نظم ته د ګواښ او سخت دریځۍ په صورت کې له اوفپرا څخه د بهرنیانو د اسنادو د بېرته اخیستلو غوښتنه کولی شي. نوموړی زیاتوي: «د همدې کبله اوفپرا د [کورنیو چارو وزیر] وزیر د غوښتنې پر بنسټ د دغو کسانو اسناد بېرته اخیستلي دي.»

د یادې ادارې د یوې سرچینې په حواله اوفپرا د ۲۰۲۱ د درېو لومړیو میاشتو په پای کې یوه نوه څانګه جوړه کړې چې «د نړیوالې ساتنې د پای ته رسېدو ټول پروسیجرونه» عملي کوي. 

 

نورې ليکنې