آرشيف انځور ـ دنمارک په تدريجي توګه د پناه غوښتنې اصول سخت کړي دي: picture-alliance/Scanpix Denmark
آرشيف انځور ـ دنمارک په تدريجي توګه د پناه غوښتنې اصول سخت کړي دي: picture-alliance/Scanpix Denmark

صبريه الفيد په دنمارک کي يوه سوريايي مهاجره ده. هغه د ګڼ شمير نورو مهاجرو په شان بيره لري چي دنمارک به يې خپل هيواد سوريې ته اخراج کړي.

صبريه الفيد وايي چي که يې کورنۍ بېرته سوريې ته ولېږدول سي نو نه پوهيږي چي د سوريې رژيم به ورسره څه وکړي. په دنمارک کي اوسېدونکي دغې سوريايي مهاجرې د فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي: «زه و سوريې ته د لېږدول کيدلو څخه بيرېږم. و هغه رژيم ته د بېرته لېږل کيدلو څخه بيره لرم چي هم يې زما ورور او هم يې زما سړی را وواژه.»

په سوريايي مهاجرو کي د اخراج بيره د هغه وروسته راپيدا سوه کله چي دنمارکي چارواکو اعلان وکړ چي له دې وروسته د سوريې پلازمېنه دمشق د «خوندي» سيمي په توګه پېژني او مني. په دې توګه به نو و سوريې ته د هغو سوريايي پناه غوښتونکو لېږد ممکن سي چي په دنمارک کي د پاته کيدو اقامه او قبولي نه لري.

صبريه الفيد د خپلو دوو لوڼو سره په دنمارک کي د پناه غوښتونکی په توګه ژوند کوي. د دنمارکي چارواکو له خوا د دمشق د خوندي سيمي په توګه اعلانېدو وروسته د صبريه او د هغې د لوڼو دنمارکي اقامې لغوه کړل سوې. خو د صبريه دوه زامن چي عمرونه يې د عسکرۍ دي، ورته دنمارکي چارواکو اجازه ورکړې چي په دنمارک کي پاته سي. دا په دې دليل چي د دنمارکي چارواکو په وينا ورته ګواښ سته چي د سوريې دولت به يې عسکرۍ ته بوزي.  

صبريه وايي چي که بېرته سوريې ته ولېږدول سي نو دا بيره لري چي د رژيم له خوا به ونيول سي او ورڅخه پوښتنه به وسي چي زامن يې چيري دي. صبريه په داسي حال کي د اخراج له ګواښ سره مخامخ ده چي هغه په دنمارک کي د پوست تراوماتيک سندروم يا روحي ژوبلي تر درملنې لاندي ده. 

د صبريې يوه لور ۱۰ کلنه او بله لور يې ۱۲ کلنه ده. دغه دوې انجوني چي په دنمارک کي ښوونځي ته ځي، د مور په وينا يې صرف په شفاهي توګه په عربي پوهيږي خو ليک او لوست يې نه سي کولای. صبريه وايي: «که زه په سوريه کي ونيول سم، نو زما د لوڼو ساتنه به څوک کوي؟» هغه وايي چي په دمشق کي يې کور د بمبارۍ له کبله له منځه تللی دی.

صبريې ته په ۲۰۱۶ کال په سوريه کي د ناقراريو پر اساس په دنمارک کي د پاته کيدو اجازه ورکول سوې وه. خو صبريه له سلونو سوريايي پناه غوښتونکو څخه يوه ده چي له ۲۰۲۰ کال راهيسي يې دنمارکي چارواکو په دنمارک کي د پاته کيدو اجازتنامې لغوه کړي دي. 

دنمارک يوازنی د اروپايي اتحاديې غړی هيواد دی چي دې نتيجې ته رسېدلی دی چي وايي دمشق امن سيمه ده. له همدې کبله دنمارکي چارواکو په پام کي نيولې چي د تقريبا ۵۰۰ هغو سوريايي پناه غوښتونکو دوسيې له سره وارزوي چي له دمشق څخه دي. دا په داسي حال کي ده چي د دنمارک حکومت په ښکاره وايي چي نور نه غواړي چي ورته پناه غوښتونکي ورسي. له همدې کبله دنمارک په تيرو وختونو کي په تدريجي توګه د مهاجرت قوانين سخت کړي دي.

ملګرو ملتونو، د اروپايي اتحاديې کميسيون او ګڼ شمير مرستندويه سازمانونو د دنمارک پر دغه پاليسۍ سختي نيوکي کړي دي. خو کوپنهاګن پر خپله فيصله کلک ولاړ دی. تېره اونۍ د دنمارک پارلمان د دغي فيصلې په ملاتړ اعلاميه تصويب کړه او په دې توګه يې د دمشق د خوندي ځای منلو فيصله تقويه کړه.

په دنمارک کي دمګړی ۳۵۵۰۰ سوريايان ژوند کوي چي ورڅخه تر نيمايي زياته برخه يې په ۲۰۱۵ کال د پناه غوښتونکو په توګه دغه هيواد ته راغلل.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې

Webpack App