د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس REUTERS/Carlos Julio Martinez | .
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس REUTERS/Carlos Julio Martinez | .

د آلمان د بهرنيو چارو وزیر، هايکو ماس و ايتاليې ته په سفر تللی ؤ چيري چي يې په دغه هيواد کي د زيات شمير رسيدونکو مهاجرو پر ستونزو د ايتالوي مشرانو سره ليدني کتني وکړې.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير او د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال، هايکو ماس د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می ۱۲مه) داسي اشاره ورکړه چي ګواکي آلمان د نورو مهاجرو منلو ته چمتو دی. نوموړي و ايتاليې ته د زيات شمير رسېدونکو نوو مهاجرو د ستونزي په هکله وويل: «ايتاليا نه بايد چي په دغه موضوع کي يوازي پرېښودل سي.»

هايکو ماس يادي څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ايتاليې د بهرنيو چارو د وزير، لوييګي دي مايو سره په روم کي د ملاقات وروسته وکړې. ماس زياته کړه: «آلمان په تير وخت کي هم هغه کسان په خپل هيواد کي منلي چي د محافظت په تلاښ کي ول او موږ به دا کار په آينده کي هم وکړو.»

د بهرنيو چارو وزير، ماس زياته کړه چي کله چي څوک دا خبره کوي چي ايتاليا بايد يوازي نه پرېښودل سي، نو بايد په عمل کي هم له دغې خبري نتيجه ګيري وکړي. د هغه په وينا دا خبره بايد د اروپايي اتحاديې د نورو غړو هيوادونو له پاره صدق وکړي.

په مديترانه کي د ايتاليې ټاپو لامپيدوسا ته د څو ورځو راهيسي په لوړ شمير د کښتۍ په مرسته مهاجر رسيږي. په زياته له ليبيا او تونس څخه زيات مهاجر د کښتيو په مرسته تر ايتاليې د ځان رسولو کوښښ کوي. په لنډه موده کي له يادو دوو هيوادونو څخه نژدې ۲۰۰۰ مهاجر لامپيدوسا ته رسيدلي.

ماس هيڅ دقيق شمير ياد نه کړ چي آلمان به په کوم مقدار مهاجر له ايتاليې څخه ومني. هغه وويل چي د کورنيو چارو د وزارت سره به سلامشورې وکړي چي که و ايتاليې ته د رسېدونکو مهاجرو شمير همداسي جګ پاته سي نو څه کول پکار دي.

 د ماس په وينا په تير وخت کي داسي توافقونه رامنځ ته سوي دي چي له مخي يې آلمان مهاجر منلي دي. د هغه په وينا په دې تړاو به د ايتاليې سره هم د همږغي کېدو اقدام وسي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې

Webpack App