د يونان لومړی وزير، ميتسوتاکيس | Photo: picture-alliance/dpa/T. Stavrakis
د يونان لومړی وزير، ميتسوتاکيس | Photo: picture-alliance/dpa/T. Stavrakis

د يونان لومړي وزير تور لګولی دی چي په آژه سمندر کي د بعضو مرستندويه غير دولتي سازمانونو او انساني قاچاق وړونکو تر منځ همکارۍ وجود لري.

د يونان حکومتي مشر، کيرياکوس ميتسوتاکيس ويلي چي بعضي مرستندويه غير دولتي سازمانونه د انساني قاچاق وړونکو سره مرسته کوي. د هغه په وينا دغه بعضي سازمانونه په دې کي د قاچاقبرانو مرسته کوي چي هغوی د آژې سمندر له لاري له ترکيې څه و اروپايي اتحاديې ته انتقال کړي.

نوموړي زياته کړې: «د قاچاق وړونکو داسي ډلي سته چي د بعضو نامانوسه شاليد لرونکو غير دولتي سازمانونو سره همکار دي.» ميتسوتاکيس دا څرګندوني د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می ۱۲مه) د يونان په دولتي تلويزيون کي وکړې. د يوناني لومړي وزير په وينا يونان به خپلي مځکنۍ او خپلي سمندري پولي وساتي.

 د يونان لومړي وزير په داسي حال کي دا څرګندونې کړي دي چي په آژه کي واقع د يونان ټاپوګانو کي د هغو مهاجرو شمير مخ په کميدو دی چي هلته ساتل کيږي. د اپريل مياشتي په پای کي په ليسبوس، ساموس، کويس، کوس او ليروس ټاپوګانو کي د ثبت سوو مهاجرو شمير ۱۱۲۰۰ ؤ. حال دا چي يو کال مخکي په اپريل مياشت هلته تقريبا ۴۰ زره مهاجر ځای پر ځای ول.

د يونان حکومت په تيرو مياشتو کي په زرونو مهاجر له ټاپوګانو څخه د دغه هيواد مرکزي وچي ته انتقال کړي دي. په دغو کي اکثريت د هغه کسانو دی چي په لوی احتمال يې پناه غوښتنه په قبولي پای ته رسېدله. 

د دې تر څنګ يونان د ترکيې سره پر خپلو سمندري پولو سخته څارنه کوي. د بشري حقونو سازمانونه پر يونان تور لګوي چي په غير قانوني توګه له ترکيې څخه و روان سوي مهاجر په اوبو کي له نيمي لاري بېرته ترکيې ته شړي. خو په پلازمينه اتن کي حکومت دغه تورونه په سخته ردوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې