آرشيف انځور
آرشيف انځور

د آلمان د نيدرزاکسن ايالت په مهاجر کمپونو کي زيات اوسېدونکي دې ته لېواله نه دي چي د کرونا ضد واکسين ولګوي. په دې ترڅ کي هر پنځم نه غواړي چي واکسين سي.

د آلمان د نيدر زاکسن ايالت حکومت د مهاجرو د نوم ثبتونې او لومړي کمپ په هکله معلومات خپاره کړي دي. د دغو معلوماتو له مخي د دغه ايالت په مهاجر کمپونو کي صرف ۲۰ سلنه د واکسين مستحقو اوسېدونکو دې ته چمتو والی ښودلی چي د کرونا ضد واکسين ولګوي. 

د ياد ايالت د پناه غوښتونکو د ثبتونې د ادارې وياندي، هنا هينڅه ويلي دي چي نه يوازي په دغه ايالت بلکه د آلمان په نورو ايالتونو کي هم د مهاجر کمپونو اوسېدونکي د واکسين په وړاندي زياته لېوالتيا نه ښيي. هينڅه دا څرګندونې د پروتستانت خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ وکړې.

په پام کي نيول سوې چي ټولنيز مرستندويان، ژباړونکي او د مهاجر کمپونو د اوسېدونکو استازي به کوښښ کوي چي مهاجرو ته د کرونا ضد واکسين په هکله پوهاوی ورکړي. د دې تر څنګ په پام کي نيول سوې چي د کرونا او واکسين په هکله يې په بيلا بيلو ژبو معلوماتي مواد چاپ کړل سي او بيا د مهاجر کمپونو په اوسېدونکو وويشل سي. د کرونا پاندمي په هکله د آلمان د ځانګړو اصولو له مخي د مهاجر کمپونو اوسېدونکي د واکسين ترلاسه کولو له پاره په مهمو ډلو کي پر دويم مقام مهمه ډله کي راځي. 

د سه شنبې په ورځ د باد فالينګبوستل اوربکه په ښه راغلاست مهاجر کمپ کي د کرونا ضد واکسين ورکولو کامپاين پېل سو. د هينڅه په وينا تازه رارسېدونکو پناه غوښتونکو ته به په دې ترڅ کي وړانديز کيږي چي د کرونا ضد واکسين ولګوي. د دغې وياندي په وينا ماضي کي د نورو واکسينونو په هکله دوی په مهاجر کمپونو کي مثبته تجربه لرلې ده. هينڅه وايي چي په ماضي کي تر ۹۵ سلنې تازه رسېدونکو مهاجرو به دې ته زړه ښه کاوه چي ورته د شري، کسوک، ګوزڼ او نورو ناروغيو ضد واکسينونه ولګول سي. 

د باد فالينګبوستل اوربکه په مهاجر کمپ کي به د لومړي ځل له پاره د جانسن جانسن په واکسين لګولو پېل کيږي. دغه واکسين څو ورځي تر مخه په اروپا کي استعمال اجازه ترلاسه کړه. په داسي حال کي چي د آسترا څېنيکا او بيونتېک شرکتونو واکسين بايد دوه ځله ولګول سي، جانسن جانسن کرونا ضد واکسين صرف يو ځل لګول کيږي.

د هينڅه په وينا د مهاجر کمپونو زيات اوسېدونکي په دې استدلال له واکسين لګولو څخه ډه ډه کوي، چي وايي تر اوسه يې د کرونا ويروس له کبله د سختي ناروغۍ رامنځته کيدلو کومه پېښه په نژدې ساحه کي نه ده تجربه کړې. وياندي زياته کړې چي زيات پناه غوښتونکي د واکسين د موادو په وړاندي په کافي اندازه اعتبار او اعتماد نه لري. هغه زياتوي: «له همدې کبله به موږ د لويو کامپاينونو په بدرګه دغو کمپونو ته ورسو.»

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې