سلګونو مهاجرو سرویسونو ته د ختلو لپاره څو ساعته انتظار وکړ. انځور: لسلي کارېتېرو، کډوال نیوز
سلګونو مهاجرو سرویسونو ته د ختلو لپاره څو ساعته انتظار وکړ. انځور: لسلي کارېتېرو، کډوال نیوز

پرون چهارشنبه د پاریس په رپوبلیک ډګر کې د مهاجرو تر مظاهرې وروسته تر ۷۰۰ ډېرو کسانو ته سرپناه برابره شوې ده. د کولکتیف رکېزیسیون ټولنې په حواله نږدې سل تنه نور لا هم بې سرپناه پاتې او د سرکونو پر غاړو شپه سبا کوي.

پرون چهارشنبه د می میاشتې ۱۲مه د رکېزیسیون کولکتیف په نامه ټولنې د پاریس په رپوبلیک ډګر کې سلګونه مهاجر راغونډ کړل. دوی له دولت څخه د سرپناه غوښتنه کوله. د ایل دو فرانس قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سرپناه برابرولو عملیاتو په ترڅ کې «د ۲۱۰ ښځو او کورنیو په ګډون ۷۰۸ کسانو ته یې سرپناه» برابره کړې ده.

چارواکو زیاته کړې چې دغه کسان به ډېر ژر «له ټولنیزو، روغتیایي او اداري خدماتو څخه برخمن شي او مناسبو استوګنځیو ته ولېږدول شي.»

پرون چهارشنبه د غرمې له خوا سلګونه مهاجر د پاریس په مرکز کې راټول شول. دوی له حکومته د سرپناه غوښتنه کوله. ډېری دغه کسان د پاریس د شمالي سیمې په ناقانونه کمپونو او تشو ودانیو کې اوسېدل. ځینې کسان هم په هغو فرانسویانو کورنیو کې اوسېدل چې د ښاریانو د ملاتړ شبکه نومېږي.

چادی مهاجر ۱۷ کلن اسماعیل یو له هغو کسانو دی چې له درېو میاشتو راهیسې یې پورت دو لا شاپل کې تر یوې خیمې لاندې ژوند کاوه. هغه کډوال نیوز ته وایي: «دلته ژوند ډېر سخت دی. سازمانونو ما ته وویل که غواړې چې نن شپه سرپناه درته برابره شي، نو رپوبلیک ته راشه.»

نوي عملیات په پام کې نیول شوي

که څه هم پولیسو په لومړي سر کې ښځو او کورنیو ته سرپناه ورکړه، خو مجردو مهاجرو سرویسونو ته د ختلو لپاره څو ساعته انتظار وکړ. دغو سرویسونو دنده درلوده چې مهاجر بېړنیو مرکزونو ته انتقال کړي. یوتوپیا ۵۶ سازمان په یوه خبرپاڼه کې وایي چې «د قومندانۍ له ژمنې سره سره نږدې ۱۰۰ مهاجرو ته سرپناه نه ده برابره شوې او دوی لا هم د سړکونو پر غاړو شپه سبا کوي.»

د کولکتیف رکېزیسیون په نامه ټولنه وایي په پام کې لري چې په راتلونکي کې نوي عملیات ترسره کړي. د پولیسو قومندانۍ بیا ویلي چې دولت د سرپناه ورکولو عملیاتو ته ادامه ورکوي.

د روان کال له پیل راهیسې دا پنځم ځل دی چې کولکتیف رکېزیسیون مهاجرو ته د سرپناه موندلو لپاره عملیاتونه ترسره کوي. د دغو عملیاتونو په پایله کې تر اوسه له ۱۷۰۰ ډېرو کسانو ته سرپناه برابره شوې ده.

یوتوپیا ۵۶ سازمان په دې اند دی چې هېڅوک نه باید دې ته اړ شي چې د سړکونو پر غاړه شپه سبا وکړي، ځکه چې دولت باید ټولو ته پرته له قید او شرط سرپناه نه لرونکو کسانو ته د اوسېدو ځای برابر کړي.

 

نورې ليکنې