ټاکل شوې چې نن پنجشنبه یو ۲۷ کلن سومالیایی د لېسبوس ټاپو په میتلین کې محاکمه شي. یوناني چارواکي وایي دغه مهاجر قاچاقبر دی او د نورو کسانو ځان یې په خطر کې اچولی دی. تېره سپټمبر میاشت اژې سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې دوه کسان ووژل شول. دغه مهاجر چې څلور ماشومان لري وایي چې مهاجرو سره یې مرسته کړې ده. ښایي نوموړی په عمر بند محکوم شي.
سومالیایی محمد ح. ۲۷ کلن دی او څلور ماشومان لري. یوناني چارواکي وایي نوموړي د نورو کسانو ژوند په خطر کې اچولی چې په پایله کې یې دوه تنه مړه شوي دي. د بورډلاین یوروپ سازمان له مخې ټاکل شوی چې دغه مهاجر نن د می میاشتې ۱۳مه میتلین ښار کې محاکمه شي.
د ۲۰۲۰ په ډېسمبر میاشت کې محمد ح. له ۳۳ نورو مهاجرو سره چې په ډله کې یې درې ماشومان هم دي له ترکیې څخه په یوه کښتۍ کې سپرېږي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان په حواله د هوا حالاتو د خرابوالي له امله دغه کښتۍ سمندر کې نسکوره شوې وه.
بورډلاین یوروپ د عیني شاهدانو له قوله وایي، محمد چې «کښتۍ چلولو کې یې تجربه نه درلوده» هڅه کوي چې د کښتۍ د ډوبېدو مخنیوی وکړي، نو د «سپرلیو د مرګ د مخنیوي لپاره» د کښتۍ کنترول په لاس کې نیسي.
کښتۍ بالاخره لېسبوس ټاپو ته نږدې ډوبېږي. کښتۍ کې سپاره کسان اوبو کې لوېږي خو ساحلي ځواکونه دوی ژغوري. پېښه کې دوې ښځې مړې شوې وې.
محمد له کښتیه تر ښکته کېدو وروسته د «کښتۍ د چلولو» او د «یونان خاورې ته د بهرنیانو د داخلولو» په تور نیول کېږي. پر هغه تور دی چې قاچاق وړونکی دی. نوموړی د ډېسمبر له ۲مې راهیسې د خیوس په یو زندان کې بند دی.
په ورته مهال د محمد مدافع وکیلان دیمیتریس چولیس او الکساندروس ګیورګولیس وایي: «د یونان مهاجرتي قانون سخت دی او که چېرې څوک کښتۍ وچلولي د قاچاق وړونکي په توګه په کلونو بند محکومېږي.» دوی هڅه کوي چې د یونان د جزایي قانون د ۲۵مې مادې پر بنسټ ورسره مرسته وکړي. دغه ماده کې راغلي که څوک په «بېړني حالت» کې له قانونه سرغړونه وکړي او د یوې غمجنې پېښې مخه ونیسي، هغه نه محکومېږي.
بیا ولولئ: ګارډین وایي د اروپا په پولو کې د مهاجرو د بېرته شړلو له امله تر ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي
نږدې سل مهاجر یوناني زندانونو کې بند دي
مدافع وکیلان وایي: «اوس د د دې وخت را رسېدلی چې د یونان ټول قوانین په پام کې ونیول شي نه یوازې هغه قوانین چې له مخې یې مهاجر د مجرمانو په توګه پېژندل کېږي. دا معلومه خبره ده چې تورن کس هڅه کړې چې د سپرلیو ژوند وژغوري.» دوی زیاتوي چې هغه وخت د یونان د مهاجرو چارو وزیر ساحلي ځواکونه د کښتۍ پر ډوبولو تورن کړي وو.
بورډلاین خپله خبرپاڼه کې وایي چې د محمد محاکمه «غیرعادنه ده او د پناه غوښتنې حق څخه سرغړونه بلل کېږي.»
یاد سازمان زیاتوي چې دمګړۍ نږدې سل مهاجر یوناني زندانونو کې بند دي. تېره نومبر میاشت اژې سمندر کې د یو مړ شوي افغان ماشوم پلار په دې تورن شوی و چې د خپل ماشوم ژوند یې په خطر کې اچولی دی. لږ مخکې یو سوریایی په ۵۲ کلونو حبس او ۲۴۲۰۰۰ یورو جریمه محکوم شو.