جیو بارنټز د بې سرحده ډاکټرانو نوې کښتي ده. انځور: د بې سرحده ډاکټرانو ټویټرپاڼه
جیو بارنټز د بې سرحده ډاکټرانو نوې کښتي ده. انځور: د بې سرحده ډاکټرانو ټویټرپاڼه

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان پرون پنجشنبه وویل چې د مهاجرو د ژغورلو لپاره مرکزي مدیترانه کې خپل فعالیتونه بیا پیلوي. دغه سازمان زیاته کړې چې ژغورونکې کښتۍ یې جیو بارنټز نومېږي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان پرون پنجشنبه د می میاشتې ۱۳مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورلو فعالیت بېرته پیلوي. په وینا یې موخه یې دا ده چې «د هغو مهاجرو او پناه غوښتونکو ژوند وژغوري چې له لیبیا څخه د مدیترانې له لارې اروپا ته د راتګ لپاره هڅه کوي.»

د بې سرحده ډاکټرانو د ژغورنې او لټون عملیاتو مشر الېن وان در فلدن ویلي چې دوی د اروپا د غیرمسولانه سیاستونو له امله دې ته اړ شول چې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

دغه سازمان زیاته کړې چې دا ځل د جیو بارنټز په نامه کښتۍ مدیترانه کې د مهاجرو د موندلو او ژغولو دنده ترسره کوي. تر دې دمخه د بې سرحده ډاکټرانو کارکوونکو له نورو بشردوستانه کښتیو سره دغه دنده پر مخ یووړله.

مجهزه کښتۍ

دغه ژغورونکې کښتۍ چې ۷۶،۹۵ متره اوږدوالی لري په ښه توګه د ژغورنې عملیاتونو د ترسره کولو لپاره چمتو شوې ده. د بې سرحده ډاکټرانو د اعلامیې له مخې جیو بارنټز دوه پلونه لري چې یو یې د ښځو او بل یې د نارینه و لپاره دی. کښتۍ کې یو کلنیک، د نرسانو سالون او د روغتیایي چارو د نظارت سالون هم شته. جیوز بارنټز دغه راز د ژغورنې لپاره دوې چټکې بېړۍ هم لري.

د سمندري سفر د ګواښونو سربېره تېر کال د مدیترانې له لارې اروپا ته د راتلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغی. په ۲۰۲۱ کې هم زیات شمېر مهاجر له مدیترانې څخه د تېرېدو هڅه کوي. د روان کال له پیل راهیسې تر ۵۰۰ مهاجرو دغه سمندرګي کې ډوب شوي دي. د تېرې اپریل پر ۲۲مه مدیترانه کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لږترلږه ۱۳۰ کسان ووژل شول. لیبیایي او مالتایي چارواکي په دې تورن دي چې له دغو مهاجرو سره یې مرستې نه وې کړې.

د بې سرحده ډاکټرانو غړې الېن وان در فلدن ویلي چې له تېرو څو کلونو راهیسې اروپایي حکومتونو مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورنې دنده هېره کړې. په وینا یې دوی خپل مسولیت نه دی ادا کړی او ان د ژغورونکو کښتیو فعالیتونه یې جرمي بللي دي. نوموړې له اروپایي ټولنې څخه غوښتي دي چې مدیترانه کې د مهاجرو د لټون او ژغورنې لپاره یو «مکانیزم» جوړ کړي.

زیاتې کښتۍ درول شوې

دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ زیاتې ژغورونکې کښتۍ درول شوې دي. د اس او اس مدیترانې سازمان اوشین وایکنګ کښتۍ د ایټالیا په اګوستا بندر کې تر قرنطین لاندې ده. یادې کښتۍ د می میاشتې پر لومړۍ نېټه ۲۳۶ مهاجر دغه بندر کې ښکته کړي وو.

دغه راز سي واچ ۴ او اوپن ارمز کښتۍ د ایټالوي چارواکو له خوا د تخنیکي ستونزو له امله درول شوې دي. د سي ای سازمان کښتۍ اوپن ارمز اسپانیا کې د ترمیم په حال کې ده.

د سي ای ۴ په نامه کښتۍ نن جمعه د ژغورنې عملیاتو د ترسره کولو لپاره لیبیایي اوبو ته رسېدلې ده. همدارنګه ایتا ماري د مدیترانې د ژغورنې او لټون زون پر لور روانه ده.

یادونه: ژغورونکې کښتۍ (اوشېن وایکنګ، سي واچ، ماري جونیو...) یوازې د مدیترانې په یوه محدوده برخه کې فعالیت کوي. مدیترانه کې د یادو کښتیو شتوالی د هغو مهاجرو د ژغورنې ضمانت نه شي کولی چې له افریقایي سواحلو څخه خپل سمندري سفر پیلوي. زیات شمېر کښتۍ مدیترانه کې نه لیدل کېږي، زیاتې بېړۍ پکې ډوبېږي. دمګړۍ مدیترانه د نړۍ تر ټولو خونړۍ لاره ده.  

 

نورې ليکنې