پرون پنجشنبه د می ۱۳مه د ګلاسګو سلګونو اوسېدونکو د دوو هندیانو د اخراج مخه ونیوله. انځور: رویټرز، هانري رېنر
پرون پنجشنبه د می ۱۳مه د ګلاسګو سلګونو اوسېدونکو د دوو هندیانو د اخراج مخه ونیوله. انځور: رویټرز، هانري رېنر

د اسکاټلند امنیتي سرتېرو تېره شپه له هغې وروسته دوه مهاجر خوشي کړل چې د ګلاسګو ښار سلګونو اوسېدونکو د اختر په لومړۍ ورځ کې د یادو مهاجرو د شړلو پر وړاندې مظاهرې وکړې. دغه دوه هندي مهاجر تېره ورځ د سهار له خوا ګلاسګو کې نیول شوي وو.

پرون پنجشنبه د می میاشتې ۱۴مه تر ۲۰۰ ډېر مظاهره کوونکو د ګلاسګو په کېنمور سړک کې د برتانیا د کډوالۍ چارو ادارې یوه لاري ایساره کړې وه او شعار یې ورکاوه: «زموږ ګاونډیان ارام پرېږدئ، خوشي یې کړئ.»

ویل کېږي چې پرون پنجشنبه د سهار له خوا د مهاجرتي ادارې سرتېرو د ګلاسګو په پولوکشیلدز سیمه کې دغه دوه تنه د «کډوالۍ تخلفونو» په شک نیولي وو.

د دغو کسانو تر نیول کېدو وروسته نږدې ۲۰۰ لاریونوالو د پولیسو لارۍ ایساره کړله او د دوی د خوشي کولو غوښتنه یې لرله.

د اسکاټلند پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې «د امنیت، د عامه روغتیا او د لاریونوالو د سلامت لپاره» یې د برتانیا د مهاجرتي ادارې له خوا د نیول شویو کسانو د خوشي کولو پرېکړه کړې ده.

پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي چې دوه سړي د مهاجرتي ادارې له سپینې لارۍ څخه ښکته کېږي او خلکو یې په چکچکو هرکلی کوي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د دغو دوو مهاجرو هویت نه دی په ډاګه کړی. خو د اسکاتلندي خبریال پيټر سمېټ په حواله دوی د هند اتباع دي او لکویر سنګ او سومیت سدېف نومېږي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه دوه کسان لس کاله په غیرقانونه توګه برتانیا کې تېر کړي دي.

بل پلو د بشري حقونو افغان بنسټ په خپله ټویټر پاڼه د ګلاسګو له اوسېدونکو څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د خلکو لاریون د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل او د توري حکومت له سیاستونو سره د مخالفت نښه ده.

لږ مخکې د اسکاټلند لومړۍ وزیر نیکولا سترجیون ویلي وو چې د کورنیو چارو وزارت له مهاجرتي سیاست سره مخالفه ده. نوموړې زیاته کړې وه چې د اختر په لومړۍ ورځ کې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام اندېښمنه کړې ده.

آغلې سترجیون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی په بېړنۍ توګه خپلې پلټنې پیلوي او چمتو دي چې له نیول شویو کسانو سره مرسته وکړي. په وینا یې هغه به هڅه کوي چې د برتانیا له دولت ضمانت واخلي چې نور به داسې کوم خطرناک اقدام ونه کړي.


 

نورې ليکنې