د افغان ملي ځواکونو یو سرتېری. انځور: رویټرز، محمد اسماعیل
د افغان ملي ځواکونو یو سرتېری. انځور: رویټرز، محمد اسماعیل

تېره دوشنبه د می میاشتې ۱۰مه فرانسې هغو ۱۰۰ افغانانو او کورنیو ته یې د پناه ورکولو لړۍ پیل کړه چې افغانستان کې یې له فرانسویانو سره کار کړی دی.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو عملیاتو له پیل سره سم فرانسې پرېکړه کړې چې نږدې سل هغو افغانانو او کورنیو ته پناه ورکړي چې له فرانسویانو سره یې دندې لرلې. تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ افغان په دغه نوملړ کې ثبت شوي دي.

فرانسوۍ ورځپاڼې لومونډ راپور ورکړی چې تېره دوشنبه پاریس ته د افغانانو د لومړې ډلې پرواز ترسره شو. دغه ډله کې د فرانسوي ژبې ښوونکي او خپلوان یې شامل دي. ټاکل شوې چې پاتې کسان راتلونکو پروازونو کې پاریس ته انتقال شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د دغو افغانانو د انتقالولو مسولیت په غاړه لري. زیاته شوې چې دغه وزارت له افغانانو سره د ویزو او ټکټونو د اخیستلو په برخه کې مرسته وکړي. دغه راز ور سره مالي مرستې په پام کې نیول شوې دي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت مسولیت لري چې انتقال شویو افغانانو ته سرپناه برابره کړي او همدارنګه د پناه غوښتنې د اداري مراحلو د ترسره کولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

بیا ولولئ: فرانسه کې د فرانسوي پوځ پخوانیو افغان ژباړونکو سره هېڅ مرسته نه کېږي

د ورځپاڼې له مخې د فرانسې حکومت ګومان کوي ټول هغه کسان چې له فرانسویانو سره یې دندې لرلې د افغان دولت د نسکورېدو په صورت کې یې ژوند په خطر کې دی. د دغه پروګرام په چوکاټ کې به موټروانانو، اشپزانو، د فرهنګي او همغږۍ ادارو کارکوونکو او صفاکارانو ته د پناه زمینه برابره شي.

ټاکل شوې چې د جولای تر پیل پورې یوازې فرانسوي کارکوونکي افغانستان کې پاتې شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې فرانسې د دې پرېکړې په اړه له افغان چارواکو او خپلو اروپایي همکارانو سره سلا مشوره نه ده کړې.

بیا ولولئ: له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د دوی افغان همکاران اندېښمن کړي

«یو اړخیز اقدام»

په ورته مهال افغانستان کې غیردولتي سازمانونو د دغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی. لومونډ راپور ورکوي چې کابل کې د افغانستان سفیر ډېوېد مارتینون د پرېکړې د اعلان لپاره د یادو سازمانونو له استازو سره لیدنه کړې ده.

ورځپاڼه د یو غیردولتي سازمان استازي له قوله وایي مارتینون سازمانونو ته ویلي چې د دوی افغان کارکوونکي له دغه پروګرام څخه برخمن کېږي. دغه استازی زیاتوي چې دا اقدام د بشردوستانه اقداماتو سره په ټکر کې دی.

بل پلو ګڼو سازمانونو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان یو لو دریان ته په استول شوي لیک کې له دې پرېکړې سره مخالفت ښودلی دی. د افران سازمان یو بنسټ ګر اتین ژیل دغه لیک کې ټینګار کړی چې یاده پرېکړه د طالبانو په ګټه کې ده او د افغانستان د پرېښودلو مانا لري.

دغه راز د فرانسې اروپایي همکارانو دا اقدام یو اړخیز بللی او زیاته یې کړې مانا یې دا ده چې ښایي د افغانستان د حکومت سقوط حتمي دی.

بیا ولولئ: آلمان د خپل پوځ ۵۲۰ افغان کارکوونکو ته پناه ورکوي

کابل کې د جرمني سفارت ویلي دوی د همغږۍ تړونونو ته ژمن دي. د جرمني د یو دېپلومات په خبره دوی «له یو رژیم سره نه بلکې له یو هیواد سره» همکاري کوي. جرمني له افغانستان سره د ۴۰۰ میلیونه یورو په ارزښت مرسته کړې او خپلو ټولو کارکوونکو ته اړتیا لري.

 

نورې ليکنې