کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېډېټ: پیکچر الاینس
کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېډېټ: پیکچر الاینس

د تېرې جمعه په شپه نږدې ۱۰۰ مهاجرو هڅې وکړې چې د فرانسې د کالې ښار بندر ته ننوزي. د رسنیو په حواله پېښه کې یو موټر چلوونکی په سطحي توګه ټپی شوی دی. د مهاجرو د حقونو یوه مدافعه وایي دا پېښه ښيي چې مهاجر غواړي له پولې په تېرېدو سره برتانیا ته ځان ورسوي.

د تېرې جمعې په شپه نږدې ۱۰۰ مهاجرو هڅې وکړې چې د کالې بندر ته ننوزي. د پا دو کالې قومندانۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د شپې په ۳ بجو «نږدې سل مهاجرو د کالې ختیځ کې ازغن سیمونه پرې کړل چې نوي بندر ته نږدې موقعیت لري.»

په خبره یې دغو مهاجرو «پر سړک خنډونه اچولي وو او هڅې یې کړې وې چې ترافیک مختل کړي.» پولیسو د دوی د تیت او پرک کولو لپاره اوښکی بهوونکی ګاز وکاراوه.

سرچینې زیاته کړې چې پېښه کې ځینو لاریو ته زیانونه رسېدلي دي. یو موټر چلونکی چې په سطحي توګه ټپی شوی و د کالې روغتون ته یووړل شو.

«د قاچاقي ډلو فعالیتونه دوه او یا درې چنده زیات شوي»

په ورته مهال د هوت دو فرانس د سیمه ییزې شورا مشر زاویې برتراند ویلي: «موږ په تنګ راغلي یو... نه غواړم چې تېرې کیسې بیا تکرارې شي. موږ له ناتاش بوشار [د کالې ښارواله] سره یو ځای د کالې د ځنګل د تړلو [په ۲۰۱۶ کې] او د سواحلو د امنیت په خاطر مبارزې کړې وې. دولت ژمنې کړې وې، خو عملي یې نه کوي.»

د کالې ښاوالې ناتاشا بوشار هم پر دولت نیوکه کړې: «ما د مهاجرت په چارو کې د لټون سرتېرو د شمېر د زیاتوالي غوښتنه وکړه. دوی یوازې ۳۶ کسان دي. دولت ته مې وویل چې کالې کې د قاچاقي ډلو فعالیتونه دوه او یا درې چنده زیات شوي دي.»

دوی لومړي وزیر ته په استول شوي لیک کې ټینګار کړی چې کالې ته نور سرتېري او تجهیزات واستوي. دا په داسې حال کې ده چې کالې بندر کې د مهاجرو د ننوتلو د مخنیوي لپاره مجهزې تخنیکي الې کارول شوې دي.

سلګونه مهاجر چې ډېری یې عراقیان، ایرانیان، سوډانیان او اریتریایان دي د فرانسې په کالې کې اوسېږي. دوی چې غواړي برتانیا ته ولاړ شي په کوچنیو کښتیو او یا لاریو کې برتانیا ته د ځان رسولو لپاره هڅې کوي.

بیا ولولئ: فرانسه: کالې ښار کې مهاجر یوازې دولتي مراکزو کې اوسېدلی شي

وضعیت «د منلو نه دی»

په ورته مهال شمالي سواحلو کې د سکور کاټولیک د ماموریت مشره ژولیت دولاپلاس کډوال نیوز ته وایي چې د دولت سیاستونه د دغو تاوتریخجنو پېښو سبب شوي دي. هغه زیاتوي چې دولت د پولو د امنیت د تامینولو او د سواحلو کې د مهاجرو د شتون پر ضد له تاوتریخوالي کار اخلي.

د نوموړې په حواله کالې کې ورځني ژوند «د منلو نه دی». په وینا یې له کمپونو د مهاجرو ایستل زیات شوي، ټولو کمپونو کې اوبو نشته او پر مهاجرو د ملاتړ سازمانونو د مرستو د وېشلو مخه نیول کېږي. هغه په دې اند ده چې مهاجر د دغو دلایلو له امله له پولو څخه د تېرېدو لپاره زیار باسي.

نوموړې دا هم وایي چې له اروپایي ټولنې څخه د برتانیا تر وتلو وروسته برتانیا ته د ورتګ لپاره قانوني لارې کمې شوې دي. په وینا یې اوس مهاجر له مانش کاناله د تېرېدو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.

 

نورې ليکنې