ایرلنډ پرون دوشنبه وویل په پام کې لري چې له ایټالیا څخه لس مهاجر ومني. دا لومړی اروپایي هیواد دی چې د ایټالیا او اروپایي کمیسیون غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.
ایرلنډ لومړی اروپایي هیواد دی چې د روم او اروپایي کمیسیون غوښتنې ته مثبت ځواب ورکوي. دغه هیواد ویلي چې له ایټالیا څخه لس پناه غوښتونکي مني.
اروپایي ټولنه کې د ایرلنډ دایمي استازي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دوی چمتو دي له ایټالیا سره د مرستې په توګه له دغه هیواد څخه لس کسان ومني.
تېره اونۍ تر ۲۲۰۰ زیات مهاجر د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته ورسېدل چې ډېری یې د تونس او لیبیا څخه راغلي وو.
اروپایي کمېشنرې یلوا جوهانسون او د ایټالیا د کورنیو چارو وزیرې لوسیانا لامورګې تېره اونۍ له اروپایي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د مدیترانې له لارې دغه هیواد ته د رسېدلو مهاجرو یوه برخه ومني.
«له نورو هیوادونو څخه غواړو چې د ایټالیا ملاتړ وکړي»
د اروپایي کمیسیون د یوه ویاند په حواله تر دې دمه له ایرلنډ پرته اروپایي هیوادونو ایټالیا ته د رسېدلو مهاجرو منلو ته چمتووالی نه دی ښودلی. هغه زیاته کړې: «خبرې اترې روانې دي، موږ له نورو غړو هیوادونو څخه غواړو چې د مهاجرو بیا مېشتونې پروګرام کې برخه واخلي او د ایټالیا ملاتړ وکړي.»
بل پلو د ایټالیا لومړي وزیر ویلي د مهاجرو د بیا مېشتونېې لپاره د یوه لنډمهاله میکانیزم د جوړولو پر سر له فرانسې او جرمني سره خبرې کړې دي.
د جنورۍ له لومړۍ د می میاشتې تر ۱۷مه پورې ۱۳۳۰۰ مهاجرو له افریقایي سواحلو څخه د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته ځان رسولی دی چې د ایټالیا د حکومت د شمېرو له مخې د ۲۰۲۰ د همدې مودې پرتله درې چنده او د ۲۰۱۹ د همدې مودې پرتله لس چنده زیاتوالی ښيي.
د می میاشتې په پیل کې د ایټالیا د پولیسو د سنډیکا غړي دومېنیکو پیانیزې ویلي وو: «لمپدوسا کې وضعیت د چاودلو په حال کې دی. که دا کار یو ځل بیا تکرار شي، څوک د دې ضمانت نه شي کولی چې روغتیایي وضعیت به څنګه شي.»
د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله د روان کال له پیل راهیسې ۶۶۷ کسان په مدیترانه کې مړه شوي دي. په ځانګړې توګه مرکزي مدیترانه تر ټولو خونړۍ لار بلل شوې ده چې سږ کال پکې ۵۵۵ کسان ډوب شوي دي.