انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه
انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه

د ترکیې رسنیو په حواله پرون دوشنبه د می میاشتې ۱۷مه د دغه هیواد ساحلي سرتېرو اژه سمندر کې تر ۴۰ زیات هغه مهاجر ژغورلي دي چې غوښتل یې یونان ته واوړي.

د ترکي خبري اژانس اناتوليا وایي پرون دوشنبه د می میاشتې ۱۷مه د دغه هیواد ساحلي ځواکونو اژه سمندر کې هغه ۴۳ مهاجر ژغورلي دي چې غوښتل یې یونان ته ځان ورسوي، خو د یونان سمندري ځواکونو دوی د ترکیې پر لور شړلي وو.

اناتوليا د ځایي چارواکو له قوله ویلي چې په لومړي سر د ازمیر ولایت په اوبو کې ۳۲ مهاجر وژغورل شول. ورپسې چارواکو د موګلا ولایت په اوبو کې ۱۱تنه نور وژغورل.

ژغورل شوي کسان د کډوالو چارو ادارې ته انتقال شوي دي.

ترکیې په وار وار یونان په دې تورن کړی چې اژه سمندر کې یې یونان ته تلونکي مهاجر د ترکیې پر لور شړي. خو یوناني چارواکو دغه ادعاوې ناسمې بللې دي.

د مهاجرو شړنه «عادي» شوې

د تېرې اپریل میاشت په پای کې برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین راپور ورکړی و چې د لېسبوس حقوقي مرکز اژې سمندر کې د یوناني ځواکونو له خوا د مهاجرو د شړنې په اړه د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمه کې شکایت ثبت کړی دی.

دغه شکایت کې راغلي چې د ۲۰۲۰ له مارچ میاشتې راهیسې اژې سمندر کې د یونان ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور د مهاجرو شړنه عادي شوې ده.

تېر کال مارچ میاشت کې ترکیې اعلان وکړ چې خپل اروپایي سرحدات پرانیزي او له اروپایي ټولنې سره د هوکړې سربېره اروپا ته د مهاجرو د ورتګ مخه نه نیسي. یونان بیا د تازه رسېدونکو مهاجرو د پناه غوښتنو د ثبت پروسه ودروله.

د ګارډین له مخې خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو په تېرو دوو لسو میاشتو کې له یونانه د سلګونو کسانو د شړنې پېښې ثبت کړې دي.

 

نورې ليکنې