د هند پلازمېنه ډېلي کې د افغانستان سفارت وایي هلته د کورونا ویروس د پېښو تر زیاتېدو وروسته د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی. د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه هند کې ۱۸۶ افغانان د کورونا له امله مړه شوي دي.
هند کې د کورونا ویروس د دریمې څپې له کبله افغان محصلین، کډوال، ناروغ لرونکي او هغه کسان چې هلته په سوداګرۍ بوخت دي له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ډېلي کې د افغانستان سفارت وایي چې ورته د رسېدلو معلومات له مخې تر دې دمه ۱۸۶ افغانان دغه هیواد کې د کورونا ویروس له امله مړه شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې د مړه شویو په ډله کې ۲ زده کړیالان، ۲۲ مهاجر او ۱۶۲ افغان هندوان شامل دي. د یاد سفارت د کلتوري اتشې په حواله دغه شمېره تخمیني ده.
هشت صبح ورځپاڼه هند کې د محصلې مریم شریفي له قوله وایي چې هلته افغان محصلین له زیاتو ستونزو سره مخ دي. په وینا یې ځینو افغان زدکړیالانو غوښتل چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، خو د بورسونو د له لاسه ورکولو له وېرې لا هم هند کې پاتې دي. بله ستونزه دا ده چې که دوی افغانستان ته ستانه شي ښایي د کورونا ویروس د انتقالېدو سبب وګرځي.
نوموړې زیاته کړې چې هغه افغانان چې هند کې په کورونا اخته کېږي د اقامې د نه لرلو له امله اجازه نه لري چې روغتون کې بستري شي. د آغلې شریفي په حواله په کورونا اخته شویو افغان ناروغانو ته اکسیجن هم نه رسېږي.
د افغانستان رسنیو هند کې د افغانستان کلتوري اتشې اجمل عالمزي له قوله زیاته کړې ډېری هغه افغانان چې تر دې دمخه هلته په کار بوخت وو، خپل کارونه یې له لاسه ورکړي دي.
د افغانستان سفارت د شمېرو له مخې هند کې ۴ زره ثبت شوې کورنۍ مهاجرې دي چې له ډلې یې ۲ زره کورنۍ په کورونا اخته شوې دي. تر دې دمه د ناراجسټر افغان مهاجرو شمېر نه دی معلوم.
له څو اونیو راهیسې هند کې د کورونا ویروس دریمه څپه پیل شوې ده. د رسمي شمېرو پر اساس دغه هیواد کې هره ورځ تر ۴۰۰ زره کسان په کورونا اخته کېږي او نږدې ۴۰۰۰ نور د کورونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر دې دمه هند کې شاوخوا ۲۵ میلیونه او ۵۰۰ زره کسان په کورونا اخته شوي او د مړو شمېر ۲۸۳ زره کسانو ته رسېږي.