بيرګيت هونه دا غوشتنه و سيوټا ته د زرونو مهاجرو د رسېدو وروسته کړي دي: Reuters
بيرګيت هونه دا غوشتنه و سيوټا ته د زرونو مهاجرو د رسېدو وروسته کړي دي: Reuters

د آلمان د نيدر زاکسن ايالت د اروپايي چارو وزيري، بيرګيت هونه د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د پناه غوښتنې او مهاجرت په تړاو د اروپايي اتحاديې په سياست کي د تغير له پاره دي ابتکار وکړي.

د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند سياستوالي او د کوز زاکسن ايالت د اروپايي چارو وزيري، بيرګيت هونه د مهاجرت په تړاو د نوي اروپايي سياست پر اړتيا ټينګار کړی دی. هغې دا څرګندونې له مراکش څخه د هسپانيې باندني ټاپو سيوټا ته د يوې ورځي په جريان کي د زرونو مهاجرو د ورتلو وروسته دا څرګندنې کړي دي. هغې زياته کړې: «سيوټا يو ځل بيا دا روښانه کوي چي د پناه غوښتونکو د ويش په موضوع کي د اروپايي اتحادیې په سياست کي پيوستون څومره مهم دی.» 

بيرګيت هونه دا څرګندونې و آلمانۍ ورځپاڼي «نوين اوسنابريوکر څايتونګ» ته کړي دي چي د چهارشنبې د ورځي (د ۲۰۲۱ کال د می ۱۹مه) په ګڼه کي خپرې سوي دي. 

هونه ټينګار کړی دی چي د دې اړتيا ويني چي آلمان د پناه غوښتونکو د ويش په تړاو د اروپايي سياست په موضوع کي نوی ابتکار وکړي. د هغې په وينا اروپايي اتحاديه بايد دا ثابته کړي چي د مشترکو ارزښتونو او پېوستون يوه اتحاديه ده. هغې زياته کړې: «د يو هيواد له خوا په يوازي سر اقدامات اوږدمهاله حل نه رامنځته کوي.»

هونه ويلي: «د مهاجرت د فعال مدريت له پاره د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو خونديتوب او دا څرګندوالی مهم دی چي هلته څه کيږي او څوک اروپا ته راداخليږي.» د هغې په وينا له همدې کبله هغې د اروپايي اتحاديې د پوله ساتونکي آژانس فرونتکس پر ضد د تورونو موضوع په راتلونکي خپل کانفرانس کي د اجندا برخه ګرځولې ده. په دغه کانفرانس کي چي د پنجشنبې له پاره پلان سوی دی پکښي د آلمان د ټولو ايالتونو د اروپايي چارو وزيران به ګډون ولري. هونه ويلي: «په زياته په زور زياتي سره د مهاجرو بېرته شړل/پوش بېک په تړاو تورونه بايد وڅېړل سي.»

د څو مياشتو راهيسي پر فرونتکس تورونه لګول کيږي چي په غيرقانوني توګه له نيمي لاري څخه د مهاجرو د بېرته پر شا شړلو کي يې لاس لرلی دی. د دې تر څنګ د دغه آژانس په وړاندي د اختلاس او اداري فساد ضد اروپايي ادارې اولاف له خوا هم د فرونتکس په وړاندي پلټنې ادامه لري. دغه پلټنې د هغو شکايتونو پر اساس تر سره کيږي چي په فرونتکس کي د ناکافي شفافيت، لابي ايزم او د پرسونال د خراب مديريت د تورونو په هکله دي.

هونه ويلي چي اصولا فرونتکس د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو له پاره مهم دی. هغې زياته کړې: «له همدې کبله دا مهمه ده چي د فرونتکس ماموريت تقويه کړل سي.» د هغې په وينا خو اروپا بايد په دې هم ډاډه واوسي چي حق او قانون په بشپړه توګه مراعت کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې

Webpack App