آرشيف انځور: د سي آی سازمان د کښتيو د مهاجرو سره د مرستي پر وخت. Crédit : Sea-Eye
آرشيف انځور: د سي آی سازمان د کښتيو د مهاجرو سره د مرستي پر وخت. Crédit : Sea-Eye

داسي اندېښنه سته چي له ليبيا څخه د اروپا پر لور د حرکت پر وخت د کښتۍ په حادثه کي لادرکه سوی کسان به ډوب سوي وي. د کښتۍ سپرلي ټول مهاجر ول.

چارواکو ويلي دي چي کښتۍ له ليبيا څخه د اروپا پر لور په حرکت کي وه چي د تونس سره په اوبو کي ډوبه سوه. ياد معلومات د تونس د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می ۱۹مه) ورکړل 

د دفاعي چارو د وزارت وياند محمد ذکري وويل چي د مهاجرو له ډوبي سوي کښتۍ څخه ۳۲ ژوند پاته سوو سپرليو ته نجات ورکول سوی دی. د هغه په وينا دغه ژوندي پاته سوو کسانو د تونس په سويلي ساحل کي د تيلو راکښونکي يو پلاتفورم ته د ورختلو په مرسته ځان ته نجات ورکړی دی.

د تونس د دفاع وزارت ياد وياند ويلي دي چي ټول ژغورل سوي کسان د بنګله دېش هيواد وګړي دي.

د مهاجرت د نړيوال سازمان وياند، فلاويو دي ګياکومو و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ تر ۵۰ څخه د زياتو لادرکو کسانو د تابعيت په هکله معلومات نه لرو.»

د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي د ليبيا له زووارا بندر څخه د يکشنبې په ورځ يادي کښتۍ په داسي حال کي د اروپا پر لور حرکت وکړ چي پکښي شاوخوا ۹۰ مهاجر سپاره کړل سوي ول. 

دا لا نه ده څرګنده چي د کښتۍ د ډوبېدو لامل څه شی ؤ. خو عموما هغه کښتۍ چي له افريقايي ساحل څخه د اروپا پر لور د مهاجرو د رسولو په مقصد حرکت کوي، هم زړې او بې کيفيته وي او هم پکښي تر اندازې زيات سپرلي سپاره کړل کيږي. اکثره دغه کښتۍ د شپې په تاريکه کي حرکت کوي، حتی که موسم ډېر خراب هم وي، ولي چي غواړي په تاريکه کي د ساحلي پوله ساتونکو له خوا کشف نه کړل سي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې