آرشيف انځور ـ (picture-alliance/dpa/S. Rampfel)
آرشيف انځور ـ (picture-alliance/dpa/S. Rampfel)

د دويمي نړيوالې جګړې راوروسته دمګړی په نړيواله توګه د هجرت کوونکو شمير زښت جګ سوی دی. د کارپوهانو يو کميسيون د حل څو وړانديزونه کړي دي.

د کارپوهانو د کميسيون له خوا هغه لاملونه څېړل سوي دي چي لکه کبله يې انسانان د خپلو کورونو، کلو او هيوادونو پرېښودلو او هجرت کولو ته اړ کيږي. دغه کميسيون د هجرت د لاملونو د له منځه وړلو په تړاو يو شمير وړانديزونه کړي دي چي د نورو تر څنګ پکښي له ټولنيزي بې عدالتۍ څخه نيولې په اقليم کي د بدلون تر موضوع پوري موضوعات راوستل سوي دي.

د پراختيايي مرستو له پاره د آلمان وزير، ګېرد ميولر په يوه ورځ له مراکش څخه د هسپانيې و باندني ټاپو سيوټا ته د زرونو مهاجرو رسېدنه د يوې بېلګي په توګه ياده کړې ده. د هغه په وينا دغه قضيه روښانه کوي چي دغه ستونزه په هسکو کټارو نه حل کيږي. د هغه په وينا د سيوټا تازه قضيه يو ځل بيا په نړۍ کي د ټولنيزو بې عدالتيو وضعه انځوروي. د هغه په وينا مراکش له ۱۵ کالو راهيسي له اروپايي اتحاديې څخه هيله کوي چي د دغې اتحادیې بازار ته لاسرسی ورکړي. د ميولر په وينا مراکش دغه غوښتنه په دې مقصد هم کوي ځکه چي غواړي خپلو ځوانانو ته امکانات او لرليد وکړي. د هغه په وينا خو د مراکش دغه غوښتني او هيلي تر اوسه بېله مثبت جواب څخه پر ځای پاته دي.

ګيرد ميولر وايي چي په ۲۰۱۵ کال يې له اروپايي اتحاديې څخه غوښتنه وکړه چي د سوريې دننه د مهاجر کمپونو له پاره دي زياتي پيسې ځانګړي کړل سي خو چا يې غوښتنه ونه منله. 

د آلمان د ولسمشر له خوا د ځانګړي جايزې (بوندس فردينست کرويڅ) تر لاسه کوونکو تر ۵۰ څخه زياتو کسانو غوښتنه کړې وه چي د مهاجرت د اصلي لاملونو د معلومولو له پاره دي يو غيرجانبدار د کارپوهانو کميسيون په کار وګومارل سي. د آلمان حکومت دغه کميسيون مؤظف کړ چي د سه شنبې په ورځ يې په برلين کي خپل راپور او سپارښتني وړاندي کړې.

د کارپوهانو په دغه کميسيون کي د ساينس، غير دولتي مرستندويه سازمانونو، اقتصاد او نړيوالو سازمانونو غړو او کارپوهانو اشتراک درلود. کميسيونه ته دنده سپارل سوې وه چي د مهاجرت د لاملونو په هکله پلټنې وکړي او د دغو لاملونو د له منځه وړلو په تړاو وړانديزونه وکړي. دا د دې له پاره چي د غير منظمي کډوالۍ او مهاجرت مخه ونيوله سي. د دغه کميسيون رئيسي، بېربل ديکمن وايي: «لوی اکثريت انسانان نه غواړي چي خپل کورونه پرېږدي.» د هغې په وينا په سوريه، سوډان، افغانستان يا وينيزويلا کي روان وسله وال بحرانونه د انسانانو د مهاجرت لوی لامل دي. د هغې په وينا د دې تر څنګ ټولنيزي بې عدالتۍ، د نفوس پراختيا، د لرليد او چانسونو نه شتون، د چاپيريال ککړېدل او په همدې شان د چښاک د اوبو او کرهڼي د مځکي کمښت د مهاجرت لوی لاملونه دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د اعداد او شميرو په حواله په تيرو لسو کالو کي هر کال د مهاجرينو شمير له ۴۰ مليونو څخه و ۸۰ مليونو ته جګ او په دې توګه ده چنده سوی دی. د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله اکثره دغه مهاجر په اقتصادي توګه د ودي په حال کي هيوادونو کي مهاجر دي. نړيوال بانک اټکل کوي چي په اقليم کي تغير به د دې لامل سي چي په له دغي وجي به د هجرت کوونکو شمير له ۲۵ څخه و ۱۵۰ مليونو ته جګ سي. د کاريتاس مرستندويه سازمان هم په دغه راپور کي خبرداری ورکړی دی چي که په اقليم کي د بدلون مخه ونه نيوله سي نو به دغه ستونزه د دې لامل سي چي په لوړه اندازه انسانان مهاجر سي او يا له بعضو سيمو څخه په زور وشړل سي.

په لومړي نظر د کارپوهانو د ياد کميسيون وړانديزونه نوي نه معلوميږي. د بيلګي په توګه دغه وړانديز کړی چي د مهاجرو په هيوادونو کي دي د «فيزيکي، اقتصادي، ټولنيز او سياسي امنيت ورکړل سي». ديکمن ويلي دي چي تر کوم وخته چي په هيوادونو کي د هراړخيزه بې عدالتۍ او د مساواتو نه شتون پر ځای پاته وي، د معاش امکانات نه وي، ټولنيز امنيت نه وي، سياسي تعقيب جريان ولري او وسله وال بحران جاري وي نو به زيات انسانان ځان دې ته مجبور احساسوي چي هجرت وکړي. د سره صليب د آلمان د څانګي رئيسي او د دغه کميسيون غړي، ګېردا هسلفېلد له يوې «تداوم» لرونکي وظيفې څخه خبره کړې ده چي مقصد يې بايد د هجرت د لاملونو کمزوره کول وي.

د کميسيون له خوا وړانديز سوی دی چي د مهاجرو په هيوادونو کي د ټولنيز سيستمونو رامنځته کول او تقويه کول او په همدې شان د هيواد د ادارو او حکومتدارۍ قوي کول مهم اقدامات دي. زياته سوې چي په ځانګړي توګه بايد په دغو هيوادونو کي د اقليم ساتنې پروژې تمويل کړل سي. د کميسيون يو وړانديز دا هم دی چي په کور کي دننه د مهاجر سوو انسانانو سره بايد اړيني مرستي وکړي چي هغوی باندنيو هيوادونو ته مخه کولو ته اړ نسي. 

د کارپوهانو کمیسيون د مرسته کوونکو هيوادونو له خوا له بحراني سيمو څخه د مهاجرو د منلو او ويشلو د پروګرام رامنځته کولو او تقويه کولو توصيه کړې ده. په دا ډول پروګرامونو کي په زياته مېرمني، ماشومان او د جنسي زور زياتي قربانيان په خوندي هيوادونو کي ميشت کول کيږي. 

آ./ا.ا.


 

نورې ليکنې