مانش کانال کې یوه وړه کښتۍ د حرکت په حال کې ده. انځور: کډوال نیوز/ مهدي
مانش کانال کې یوه وړه کښتۍ د حرکت په حال کې ده. انځور: کډوال نیوز/ مهدي

د برتانیا یوې محکمې په قاچاق تورن ایراني پناه غوښتونکي ته برائت ورکړی دی. دغه پناه غوښتونکي په دې تورن و چې مانش کانال کې یې هغه کښتۍ چلولې ده چې برتانیا ته تلونکي مهاجر پکې سپاره ول.

د برتانوي رسنیو په حواله د دغه هیواد یوې محکمې ایراني پناه غوښتونکي ۳۱ کلن فواد کاکایي ته تر ۱۷ میاشتو بند وروسته برائت ورکړی دی. دغه مهاجر د ۲۰۱۹ په جولای میاشت کې د برتانیا د امنیتي ځواکونو له خوا مانش کانال کې نیول شوی و. نوموړی په دې تورن و چې هغه کښتۍ یې چلولې ده چې برتانیا ته تلونکي مهاجر پکې سپاره وو.

هغه وخت فواد کاکایي ډنمارک ته ډیپورت شو، خو نوموړي په ډېسمبر میاشت کې یو ځل بیا له مانش کاناله د تېرېدو لپاره هڅه وکړه.

دغه ایرانی پناه غوښتونکی د روان کال په جنورۍ میاشت کې له هغې وروسته په دوه کلونو او دوه میاشتو بند محکوم شو چې برتانوي چارواکو ته یې وویل د مهاجرو کښتۍ یې ځکه چلولې چې نه یې غوښتل «سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړي». د استیناف محکمې بیا د کانتربري محکمې حکم لغوه کړ.

د ښاغلي کاکایي مدافع وکیلانو ویلي چې نوموړی د پناه غوښتنې قانون څخه سرغړونه نه ده کړې ځکه هغه هیله درلوده چې له سمندره تر ژغورېدو وروسته برتانیا کې د پناه غوښتنه وکړي.

برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین د کاکایي د مدافع وکیلانو له قوله زیاتوي دوی هیله لري چې دغه قضیه د دې سبب شي چې په قاچاق تورن نور مهاجر هم له زندانه خوشي کړل شي.

په ورته مهال د برتانیا د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي د قاضي پرېکړې دوی ناهیله کړي. هغه زیاته کړې چې دوی به د راتلونکو ګامونو په اړه له څارنوالۍ سره ګډ تصمیم ونیسي. په وینا یې حکومت ډاډه دی چې هغو کسانو ته سزا ورکړي چې په ناقانونه توګه برتانیا ته مهاجر انتقالوي او د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع بنسټونو د برتانیا پر څارنوالۍ نیوکې کړې وې او ویلي یې وو دغه اداره غواړي چې مهاجر د کښتۍ د چلولو په تور تر قضایي تعقیب لاندې ونیسي.

تېره مارچ میاشت د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون وویل هغو کسانو ته سخته سزا ورکوي چې د مانش کانال له لارې مهاجر برتانیا ته قاچاقوي.

 

نورې ليکنې