انځور: www.var.gouv.fr
انځور: www.var.gouv.fr

د فرانسې د وار سیمې قومندانۍ پرون چهارشنبه وویل د فایند وې په نامه د مهاجرو او پناه غوښتونکو لپاره داسې یو اپلېکېشن جوړ کړی چې اداري چارو کې ورسره مرسته کوي.

فایند وې (Fin(DA)Way) اپلېکېشن چې د الماني او ایټالوي اپلېکېشنونو پر بنسټ جوړ شوی دی په څو ژبو خدمات وړاندې کوي او د ایفون او اندرویډ په پلې سټور کې موجود دی.

د وار قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «دا اپلېکېشن وار کې مېشتو پناه غوښتونکو او مهاجرو ته چټک او شخصي معلومات ورکوي او ورسره د پناه غوښتنې سیستم د پېژندلو او ټولنه کې د ادغام په برخه کې مرسته کوي.»

دغه اپلېکېشن چې د وار سیمې د دولتي ادارو، د مهاجرو مدافع بنسټونو او مهاجرو او پناه غوښتونکو په همکارۍ جوړ شوی مهاجرو ته د بېلابېلو برخو لکه اداري اسنادو، د اوسېدو ځایونو، روغتیایي چارو، ورځني اړتیاوو په اړه معلومات ورکوي.

بیا ولولئ: الیا ټک یا هغه اپلېکېشن چې د ډاکټر او ناروغ ترمنځ خبرې ژباړې

د وار قومندانۍ په حواله فایند وې مهاجرو ته د منظمو او منسجمو معلوماتو په ورکولو سره هغه ملي سایټونه ورته معرفي کوي چې پوره او بشپړ جزیات پکې شته.

فایند وې دغه راز د مهاجرو او متخصصینو تر منځ اړیکه ټینګوي. مهاجر کولی شي چې د یاد اپلېکېشن له لارې د خپلې دوسیې په اړه معلومات ترلاسه کړي.

بیا ولولئ: د فرانسوي ژبې د زده کړې اپلېکېشن

د تېرې مارچ میاشتې پر ۳۱مه وار دیپارتمنت کې د اوسېدو لپاره ۱۰۸۳ ځایونه مهاجرو ته ځانګړي شوي وو چې د ۲۰۱۷ پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.

د یادولو ده چې تېر کال د فرانسې د مهاجرت ادارې یا اوفپرا ۹۵۰۰۰ پناه غوښتنلیکونه ثبت کړي چې د ۲۰۱۹ پرتله ۲۸ سلنه کموالی ښيي. د چارواکو په حواله د کورونا ویروس کړکېچ د پناه غوښتونکو د شمېر د کموالي سبب شوی دی.

د فایند وې اپلېکېشن د ډونلوډ لپاره دا ځای کېکاږئ.

 

نورې ليکنې