د کورنيو چارو له پاره د اروپايي اتحادیې کمشنره، يلوا جوهانسون | Photo: Ansa
د کورنيو چارو له پاره د اروپايي اتحادیې کمشنره، يلوا جوهانسون | Photo: Ansa

اروپايي اتحاديې و تونس ته وړانديز کړی چي که و اروپا ته د راتلونکو مهاجرو مخنيوی وکړي نو به ورته په بدل کي مالي مرستي ورسوي.

د کورنيو چارو د سياست له پاره د اروپايي اتحاديې کمشنري، يلوا جوهانسون ويلي چي د ليبيا سره هم د تونس د تړون په څېر يو تفاهم کول غواړي. هغې دغه څرګندونې د ايتاليې و «لا ريپُبليکا» ورځپاڼي ته کړي دي.

ايتاليې د اروپايي اتحاديې له غړو هيوادونو څخه مرسته غوښتې ده چي ورته د اوبو له لاري رسېدونکو زيات شمير مهاجرو په موضوع کي مرسته وکړي. اکثره دغه مهاجر له تونس او ليبيا څخه د اوبو له لاري ايتاليې ته ځان رسوي.

جوهانسون ويلي دي چي بروکسل د «رضاکار مرسته کوونکي شبکې» پر انسجام کولو کار کوي. د هغې په وينا هڅه به دا وي چي د يادي شبکې په ترڅ کي تر دوبي پوري په اروپايي اتحاديه کي د مهاجرو پر ويش يو دايمي حل رامنځ ته سي. د دغې کمشنري په وينا اتحاديه پر دې هم کار کوي چي له سره مهاجر د اروپا پر لور حرکت ونکړي او مخه يې ونيسي.

د کمشنري په وينا د يادو هڅو په ترڅ کي د تونس سره د کال تر پای پوري پر يو تفاهم د لاسليک هڅه هم شامله ده.

جوهانسون ويلي دي چي د ايتاليې د کورنيو چارو د وزيري لوچيانا لامورګېزي سره به د پنجشنبې په ورځ تونس ته سفر وکړي. د هغه په وينا هلته به پر داسي يو نړيوال تړون خبري وکړي چي په نتيجه کي يې د تونس سره مرسته ممکنه سي چي هغه د کرونا ويورس له کبله د رامنځته سوو اقتصادي ستونزو سره مبارزه وکړلای سي. د اروپايي اتحاديې د دغي کمشنري په وينا د تړون په ترڅ کي به تونس ته داسي امکانات هم برابر کړل سي چي د انساني قاچاق وړونکو پر ضد مبارزه وکړلای سي.

کمشنري جوهانسون زياته کړې ده چي اروپايي اتحاديه به د اقتصادي مرستو يو صندوق جوړ کړي چي د تونس د چارواکو سره به مرسته وکړي چي په روزګار رامنځته کولو کي پانګونه وکړي. د جوهانسون په وينا د دغه صندوق په مرسته به تونسي چارواکي د پولو مدريت او له اروپا څخه ورته بېرته لېږل سوو مهاجرو مراقبت وکړلای سي او له خپل هيواد څخه به د هغو بهرنيانو د ايستلو غم وخوري چي پناه غوښتونکي نه دي.

جوهانسون ويلي دي چي د ليبيا سره هم د تونس په شان د يوه تړون له پاره هڅي رواني دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې