پر «سي آی ۴» تر څلور سوو څخه زيات ژغورل سوي مهاجر سپاره دي
 | Photo: Maik Lüdemann/sea-eye.org
پر «سي آی ۴» تر څلور سوو څخه زيات ژغورل سوي مهاجر سپاره دي | Photo: Maik Lüdemann/sea-eye.org

ژغورونکي کښتۍ «سي آی ۴» چي ورباندي تر ۴۰۰ څخه زيات ژغورل سوي مهاجر سپاره دي، اجازه يې تر لاسه کړې چي د ايټاليې پوڅالو بندر ته ورسي.

آلماني مرستندويه سازمان «سي آی» د پنجشنبې په ورځ پر دغه فيصله خپله خوښي ښودله. د فيصلې د مخي به د ياد سازمان کښتۍ چي تر ۴۰۰ زيات مهاجر باندي سپاره دي، د سيسلي ټاپو و پوڅالو بندر ته تلو اجازه ولري.

خو د سي آی سازمان پر دې تنقيد کړی دی چي ورته داسي بندر کي د لنګر اچولو اجازه ورکول سوې چي ورته د دوو ورځو د سفر اړتيا سته. 

سي آی سازمان پر خپله ټويټر پاڼه په خپور سوي خپل غبرګون کي پوښتلي چي دا څه ډول يوه فيصله ده چي ژغورونکې يوه کښتۍ چي پکښي د نورو ستړو انسانانو تر څنګ ۱۵۰ ماشومان هم سپاره دي، و دوه ورځني سفر ته لېږدول کيږي، «دا په داسي حال کي چي دغه کښتۍ تر مخه لا پر يو بندر ولاړه وه.» 

ياده کښتۍ د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می په ۱۹مه) د سيسلي ټاپو د مرکزي ښار پالېرمو ساحل ته رسېدلې وه. د دغه ښار ښاروال ليو لوچا اورلاندو ايتالوي چارواکو ته وړانديز کړی ؤ چي دغو ژغورل سوو مهاجرو ته پر بندر ښه راغلاست ووايي.

تر ۴۰۰ څخه زيات مهاجر په تيرو ورځو کي د شپږو ژغورونکو عملياتو په ترڅ کي له اوبو څخه وژغورل سول. هغوی له افريقا څخه د اروپا پر لور د بېړني حالت سره مخامخ سوي ول. 

د «سي آی ۴» په نوم د ياد سازمان د دغي نوي ژغورونکي کښتۍ له خوا دا لومړی ماموريت ؤ. د «سي واچ ۴» په نوم يوه بله ژغورونکې کښتۍ هم د دغه سازمان له خوا تمويليږي. دغه سازمان د يو شمير نورو مرستندويه سازمانونو له ملاتړ څخه برخمن دی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې