د اروپايي اتحاديې کميسیون غواړي چي د مهاجرو د ويش د يو نظام په مرسته پر ايتاليا د مهاجرو د فشار راکم کړي. دا نظام به پر رضاکارانه بنياد ولاړ وي.
د ايتاليا سواحلو ته په لوړ شمير مهاجر په کښتيو کي رسيږي. اروپايي اتحاديه غواړي چي پر دغه غړي هيواد د فشار کمولو له پاره پر يو داسي د ويش پر نظام کار وکړي چي پر رضاکارانه بنياد ولاړ وي.
د کورنيو چارو له پاره د اروپايي اتحاديې کمشنري، يلوا يوهانسون ويلي دي چي د ويش د ياد نظام پر موضوع د غړو هيوادونو سره په تماس کي ده.
د يوهانسون په وينا اروپايي اتحاديه غواړي چي د دغې اتحاديې د غړي هيوادونو يوه داسي شبکه رامنځته کړي چي په رضاکارانه توګه معين شمير مهاجر ومني. دغه شبکه به په دوبي کي پر ايتاليا د فشار کمولو په مقصد ورڅخه مهاجر مني.
يوهانسون زياته کړېده چي تر څو چي د مهاجرت په تړاو د اروپايي اتحاديې په اصولو کي تعديل او اصلاحات راځي، تر هغو به دغه شبکه پر ايتاليا تر يوې اندازې فشار کم کړي.
يوهانسون ويلي چي اروپايي اتحاديه د تونس او ليبيا هيوادونو سره هم په تماس کي ده چي د دغې اتحاديې سره د يو تفاهم ليک په شکل د مهاجرو په مدريت کي مرسته وکړي. اروپايي اتحاديه غواړي چي د تونس سره مرسته وکړي چي دغه هيواد له خپلې خاوري څخه د اروپا پر لور د راتلونکو مهاجرو مخه ونيسي.
آ./ا.ا.