د کروشیا پلازمېنه زاګرب کې جوړ شوی نندارتون د هغو مهاجرو او پناه غوښتونکو یادونه کوي چې اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په هیله بالکان مسیر کې مړه شوي دي.
د کروشیا پلازمېنه زاګرب کې د انځورونو نندارتون مهاجرو ته ځانګړی شوی دی. د دې نندارتون جوړوونکي وایي دوی غوښتل چې د هغو کسانو یادونه وکړي چې اروپایي هیوادونو ته د سختو سفرونو پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه نندارتون چې «لار» نومېږي د وېمن تو وېمن ټولنې سره په همغږۍ د زاګرب په لیوینګ اتلیې ديکې کې جوړ شوی دی.
نندارتون کې ټولټال ۳۶ انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي چې د څېړونکو، ژباړونکو، د وېمن تو وېمن ټولنې او په ځانګړې توګه د ماریانا هامېرساک او سلما بانېچ د ګډ کار ثمره ده.

د قربانیانو «یادونه»
کروشیایۍ هنرمنه سلماني بانېچ چې د انځورونو د جوړولو هنري برخه یې په غاړه درلوده کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي: «هدف مې دا و چې له هغو انسانانو یادونه وکړو چې د یوه ښه ژوند په موخه یې خپل هیوادونو پرېښودلي خو اروپا ته د رسېدو په مقصد بالکان مسیر او په ځانګړې توګه د کروشیا او بوسنیا پر پوله مړه شوي دي.»
نوموړې دا نندارتون د یو «ټولیز ماتم» نښه بولي او زیاتوي غوښتل یې چې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي وکړي.
ښاغلي بانېچ زیاتوي: «موږ دغه راز غوښتل چې د اروپا مهاجرتي سیاستونه محکوم کړو. موخه مو دا وه چې وښیو چې دغه سیاست په اصل کې هغه کسان قربانوي چې له مجبورۍ اروپا ته راځي.»
انځورونو کې د مدینې په نامه د یوې ۶ کلنې افغانې ماشومې عکس لیدل کېږي چې په ۲۰۱۷ کې له هغې وروسته د اورګاډي په یوه پېښه کې ووژل شوه چې پولیسو یې کورنۍ له کروشیا څخه صربیا ته شړلې وه.
یو بل انځور کې مراکشي مهاجر رشید او عبدالله لیدل کېږي چې د ۲۰۲۰ په جون میاشت کې د کروشیا په یو قبرستان کې ښخ شول.
بیا ولولئ: د کډوالۍ کړاوونه: د بوسنیا د بیهاچ ښار کې حضیره کې د مهاجرو قبرونه

«مرګوني سیاستونه»
نندارتون کې د داسې مهاجرو انځورونه هم نندارې ته وړاندې شوي چې نوم یې نه دی معلوم. د بېلګې په توګه هغه ۲۰ کلن سوریایی کډوال چې په ۲۰۱۹ کې یې د سړې هوا له کبله سلوانیا کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. او یا د هغه ۲۸ کلن افغان مهاجر انځور چې تېر کال د کروشیا په اتوک ښار کې د غومبسې په نېښ مړ شو.
سلما بانېچ وایي لږ مخکې یې یوه څېړنیزه ډله کې ګډون درلود او د کروشیا قبرستانو څخه لېدنه وکړه. په خبره یې په زیاتو قبرونو کې ګمنامه کسان خښ شوي وو او د مرګ دلیل یې هم نه و معلوم.
هغه زیاتوي چې دغو کسانو د هویت خاوندان وو او په یو مشخص کانټکسټ کې مړه شوي چې د اروپایي ټولنې «مرګوني مهاجرتي سیاستونه» دي.