له ارشیف څخه. انځور: رویټرز
له ارشیف څخه. انځور: رویټرز

د ترکي چارواکو په حواله د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ۹۴ هغه مهاجر نیولي دي چې په ناقانونه توګه ترکیې ته ننوتلي وو. نیول شوي کسان د افغانستان او پاکستان اتباع دي.

د ترکیې خبري اژانس اناتولیا له مخې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ادرنې او تکېرداغ ولایتونو کې ۲۰ سند نه لرونکي پاکستانیان نیولي دي.

پولیسو د تکرداګ په سلیمان پاشا ولسوالۍ کې دوه تکسي موټرونه درولي چې ۱۱ بې سنده پاکستانیان پکې سپاره ول. موټر چلوونکي هم نیول شوي دي. نهه تنه نور پاکستانیان ادرنې ولایت کې د سړک پر غاړه نیول شوي دي.

بیا ولولئ: ترکي چارواکو تېرو دوو میاشتو کې له څلور زرو ډېر افغانان نیولي دي

اناتولیا زیاته کړې چې ۷۴ تنه نور چې په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي وو عثمانیه ولایت کې نیول شوي دي.

په وینا یې پولیسو عثمانیه کې دوه سرویسونه ودرول چې ۶۸ افغانان او ۶ پاکستانیان پکې سپارل ول. سرویس چلوونکي هم نیول شوي دي.

چارواکو د نیول شویو مهاجرو د اخراج اداري لړۍ پیل کړې ده.

بیا ولولئ: ترکیه: د افغانانو په ګډون ۱۴۱ مهاجر نیول شوي دي

ترکیه د منځني ختیځ، افغانستان او یو شمېر نورو هیوادونو د کډوالو لپاره اروپا ته د رسېدو د ترانزیت پر یوه مهمه لاره بدله شوې ده. د رسمي شمېرو له مخې ترکیه اوسمهال د شاوخوا ۴ میلیونه کډوالو کوربه دی چې د دغو کډوالو ډېره برخه د سوریې، عراق او افغانستان وګړي دي.

د یادولو ده چې ترکي چارواکو تېر کال تر ۱۱۳ ډېر غیرقانوني مهاجر نیولي دي.

 

نورې ليکنې