له ارشیف څخه. کډوال د اژې په سمندر کې.
له ارشیف څخه. کډوال د اژې په سمندر کې.

په تېرو څو ورځو کې د ترکیې سمندري ځواکونو تر ۱۲۰ مهاجر ژغورلي دي چې د په وینا یې د یوناني چارواکو له خوا له دغه هیواد څخه د ترکیې پر لوړ شړل شوي وو.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت نن دوشنبه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې مریچ سمندر کې یې ۸۱ بې سنده مهاجر ژغورلي دي.

د سرچینې له مخې ژِغورل شوي مهاجر هغه کسان دي چې د یونان د سمندري ځواکونو له خوا په ناقانونه توګه د ترکیې پر لور شړل شوي دي.

زیاته شوې چې یوناني ځواکونو له دغو مهاجرو سره ناسم چلند کړی او ډوډۍ او اوبه یې هم پر دوی بندې کړې وې. دغه راز دوی د مهاجرو وسایل هم ضبط کړي دي.  

بیا ولولئ: ترکیه: یونان ته اوښتونکي ۷۳ مهاجر سمندر کې ژغورل شوي

د یو بل خبر له مخې ترکیې د دفاع وزارت تېره شنبه وویل چې د دغه هیواد سمندري ځواکونو اژه سمندر کې هغه ۴۲ مهاجر ژغورلي دي چې په خبره یې د یونان سمندري ځواکونو د ترکیې پر لوړ شړلي وو.

یاد وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ترکي چارواکو د دغو مهاجرو بوټان، پیسې او د هویت سندونه هم نیولي دي.

په وینا یې د ترکیې امنیتي ځواکونو دغه کسان ادرنې ولایت کې د ترکیې او یونان پر ګډه پوله ژغورلي او ځایي چارواکو ته یې سپارلي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت له خوا خپره شوې ویډیو کې یو پناه غوښتونکی وایي دوی دوه ورځې مخکې د اوزون کوپرو ولسوالۍ له لارې یونان ته ننوتلي وو. هغه زیاته کړې: «یوناني پولیسو ونیولو... زموږ پتلونونه یې وایستل او و یې وهلو. موږ ته یې دوه ورځې ډوډۍ او اوبه هم را نه کړلې.» نوموړي دا هم ویلي چې پولیسو د دوی پیسې او اسناد او د ځینو مهاجرو پتلونونه هم نیولي دي.

د رسمي شمېرو له مخې ترکي ځواکونو تېر کال اژه سمندر کې ۱۲۶۵۵ مهاجر ژغورلي چې ۱۱۴۹۳ تنه یې بې سنده کسان دي.

ترکیې په منظمه توګه یونان په دې تورنوي چې اژه سمندر کې مهاجر بېرته د ترکیې ساحلي اوبو پر لور شړي. خو یوناني چارواکو بیا دغه ادعاوې ناسمې بولي.

تېره اپریل میاشت د لېسبوس حقوقي مرکز اژې سمندر کې د یوناني ځواکونو له خوا د مهاجرو د شړنې په اړه د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمه کې شکایت ثبت کړی و. دغه شکایت کې راغلي چې د ۲۰۲۰ له مارچ میاشتې راهیسې اژې سمندر کې د یونان ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور د مهاجرو شړنه عادي شوې ده.

د راپورونو له مخې خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو په تېرو دوو لسو میاشتو کې له یونانه د سلګونو کسانو د شړنې پېښې ثبت کړې دي.

 

نورې ليکنې