هنګریایي پولیس د صربستان او هنګري پر پوله. انځور: رویټرز، له ارشیف څخه
هنګریایي پولیس د صربستان او هنګري پر پوله. انځور: رویټرز، له ارشیف څخه

د رسنیو د راپورونو په حواله پرون دوشنبه د می میاشتې ۲۴مه شپږ افغانان او پاکستانیان د هنګري پر پوله یوه لارۍ کې موندل شوي دي. ویل کېږي چې دوی غوښتل پولنډ ته ولاړ شي.

د رومانیا خبري اژانس اجېرپرس وایي شپږ افغانان او پاکستانیان د هنګري په نادلاک دویمه سرحدي پوسته کې په یوه لارۍ کې موندل شوي دي. په خبره یې دغو مهاجرو غوښتل پولنډ ته واوړي.

د سرچینې په حواله لارۍ چلوونکی رومانیایی دی او له رومانیا نه پولنډ ته یې المونیمي راډونه انتقالول.

د اراد سیمې پولیسو پرون دوشنبه د می میاشتې ۲۴مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د موټر تر تالاشۍ وروسته یې شپږ بهرنیان د لارۍ په تانکر کې موندلي دي. په وینا یې موندل شوي کسان تحقیقاتي ادارې ته انتقال شوي دي. د سرحدي پولیسو په خبره د د دغو افغانانو او پاکستانیانو عمرونه له ۱۵ تر ۲۱ کلونه دي.

ځینې مهاجر شمالي او لوېدیزو اروپایي هیوادونو ته د ورتګ لپاره ځان په لاریو کې پټوي. خو په قاچاقي توګه لاریو کې سفر کول له ګواښونو ډک دي. د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې د برتانیا پلازمېنې لنډن ته څېرمه یوه لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو مړي وموندل شول.

 

نورې ليکنې

Webpack App