له ارشیف څخه. د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې لسګونه زره کسان د روانو تاوتریخوالو له امله له خپلو کورن بې ځایه شوې دي. انځور: اوچا
له ارشیف څخه. د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې لسګونه زره کسان د روانو تاوتریخوالو له امله له خپلو کورن بې ځایه شوې دي. انځور: اوچا

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي سږ کال تر دې دمه افغانستان کې نږدې سل زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د روان کال تر دې دمه افغانستان کې روانو جګړو نږدې ۱۰۰ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. یاده اداره زیاته کړې ده چې د جګړو د دوام له امله زیات شمېر کسان د دې توان نه لري چې بېرته خپل کورونو ته ستانه شي.

د اوچا د راپور له مخې د کورنیو بې ځایه شویو افغانانو په ډله کې ۲۰ سلنه نارینه، ۲۱ سلنه ښځې او ۵۹ سلنه تر ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي.

راپور کې زیاته شوې چې تېر کال تر دې دمه ۹۲ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي وو. د دغه راز د ۲۰۱۹ په لومړیو ۵ میاشتو کې افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمېر ۱۷۱ تنو ته رسېد.

بیا ولولئ: دوو میاشتو کې جګړو او طبیعي پېښو نږدې ۵۰ زره افغانان بې ځایه کړي

له ایران او پاکستان څخه ستانه شوي کسان

د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې چې د روان کال تر دې دمه نږدې ۳۶۶ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې له ایرانه افغانستان ته د ستانه شویو کسانو شمېر ۳۶۱ زرو ته رسېږي چې په په ډله کې یې ۴۳ سلنه نارینه، ۱۴ سلنه ښځې او ۴۳ سلنه ماشومان دي.

تېر کال په همدې موده کې ۲۷۰ زره مهاجر له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي ول.

دغه راز له پاکستانه افغانستان ته د ستانه شویو کسانو شمېر ۴۸۰۰ تنو ته رسېږي چې په ډله کې یې ۲۰ سلنه نارینه، ۲۶ سلنه ښځې، او ۵۴ سلنه ماشومان دي.

تېر کال په همدې موده کې ۲۰۰۰ کسان له پاکستانه خپل هیواد ته بېرته تللي وو.

بیا ولولئ: افغانستان: «له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د کډوالو ستر لامل طالبان دي»

 

نورې ليکنې

Webpack App