انځور: کریېتیف کامنز
انځور: کریېتیف کامنز

د سویس حکومت تېره اونۍ وویل چمتو دی چې راتلونکو دوو کلونو کې تر ۱۶۰۰ مهاجر ومني. په وینا یې دغو مهاجرو کې د منځني ختیځ اوسېدونکي او هغه کسان شامل دي چې خپلو هیوادونو کې له ګواښ سره مخ دي. د مرکزي مدیترانې مهاجر به هم دغه ډله کې شامل وي.

سویس وایي په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې تر ۱۶۰۰ مهاجر مني. د سویس حکومت تېره چهارشنبه د می میاشتې ۱۹مه وویل دا تصمیم یې د مهاجرو د بیا مېشتونې پروګرام په چوکاټ کې نیولی دی. د سویس حکومت له مخې دغه ډله کې د منځني ختیځ او مرکزي مدیترانې مهاجر او هغه کسان شامل دي چې خپلو هیوادونو کې له ګواښ سره مخ دي.

سویسي چارواکو زیاته کړې چې د ځینو عملي دلایلو له کبله به منل کېدونکي مهاجر حداکثر د پنځو هیوادونو اتباع وي.

چارواکو دا هم ویلي چې د کورونا ویروس کړکېچ له امله ځینې مهاجر له دغه پروګرام څخه بې برخې پاتي شوي وو، له همدې کبله دوی د ۳۰۰ تنو نورو منلو ته هم چمتو دي.

اروپا کې د کورونا ویروس وبا له امله رامنځ ته شوي وضعیت د دې سبب شو چې د مهاجرو د بیا مېشتونې پروګرام او په ځانګړې توګه له یونانه نورو اروپایي هیوادونو ته د مهاجرو مېشتول له ځنډ سره مخ شي.

بیا ولولئ: اروپایي اتحادیه او د مهاجرو بیا مېشتونه

د مالتا تړون وروسته چې په ۲۰۱۹ کې لاسلیک شوی دی فرانسې، جرمني، پورتګال، رومانیا فنلنډ او نورو اروپایي هیوادونو د مهاجرو بیا مېشتولو پروګرام کې برخه واخیستله. خو د سوېلي اروپا ځینې هیوادونه پر دغه پروګرام نیوکه کوي او غیرعادلانه یې بولي.

د بېلګې په توګه د تېرې جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د می میاشتې تر ۱۱مه د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته ۱۳۰۰۰ مهاجر ورسېدل چې د تېر کال پرتله لس چنده زیاتوالی ښيي. روم له اروپایي ټولنې څخه ملاتړ مکانیزم د جوړولو غوښتنه کړې ده.

 

نورې ليکنې