کمسن مهاجر په آلمان کي
کمسن مهاجر په آلمان کي

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول او يو شمير نورو مرستندويه سازمانونو د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د اخراج په مقصد دي ماشوم مهاجر نور نه توقيفوي.

بيلو مرستندويه سازمانونو د آلمان له حکومت او فدرالي ايالتونو له شورا بُندسرات څخه د يو داسي قانون د جوړولو غوښتنه کړېده چي په ترڅ کي يې د ماشوم مهاجرو توقيف منع کړل سي. په دې توګه نو دغو مرستندويه سازمانونو په بُندس رات شوار کي د فدرالي ايالت شليسويګ هولشتاين د مسودې ملاتړ کړی دی چي پکښي ياده غوښتنه سوې ده. د نورو تر څنګ د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول هم د دغه غوښتنې ملاتړ کړی دی. 

بُندس رات به د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می ۲۸مه) پر ياده مسوده جر و بحث وکړي. بُندس رات د آلمان هغه شورا ده چي پکښي د ټولو فدرالي ايالتونو استازي شتون لري. په دغه هيواد کي د مرکزي پارلمان بُندستاګ له خوا د قانون د تصويب وروسته دغه قانون بايد په دوهمه مرحله کي د بُندس رات له خوا هم تصويب او بيا د ولسمشر له خوا توشيح کړل سي. بُندس رات د آلمان مرکزي پارلمان بُندستاګ ته د تعديل له پاره قوانين هم معرفي کولای سي.

د پرو ازيول سازمان رئيس، ګيونتر بورکهارد د آلمان له فدرالي حکومتونو څخه غوښتنه کړې ده چي د شليسويګ هولشتاين ايالت له خوا وړاندي سوې طرحه دي ومني. نوموړي ويلي دي چي د دوبي د رخصتيو د پېل څخه تر مخه لا بايد په قوانينو کي ياد تعديل رامنځته سي. د هغه په وينا دا کار بايد پخوا لا سوی وای. 

د شليسويګ هولشتاين د مهاجرو د ملاتړ د شورا رئيس، مارتين لينک ويلي دي چي د اخراج په مقصد توقيف او په همدې توګه د ماشوم لرونکو کورنيو توقيف بايد ممنوع اعلان کړل سي.

د مهاجرو د ملاتړ له پاره د آلمان په بيلو ايالتونو کي ځانګړو شوراو او په همدې شان د پرو ازيول سازمان په مشترکه توګه ويلي چي د ماشومانو او ژڼکيو توقيف بايد په قانوني توګه بېله استثنی ممنوع اعلان سي. 

د آلمان پارلمان بُندستاګ داسي يو قانون تصويب کړی چي د يادو سازمانونو په آند له کبله يې دا امکان رامنځته سوی چي په هوايي ډګرونو کي کمسنه مهاجر هم توقيف سي. دغه قانون چي اوس بُندس رات ته رسېدلی دی پکښي د شليسويګ هولشتياين ايالت له خوا د تعديل غوښتنه سوې ده. د تعديل له پاره د ياد ايالت له خوا يوه مسوده هم وړانديز سوې چي اوس يې د زياتو مرستندويه سازمانونو ملاتړ خپل کړی دی.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې