انځور: کریېتیف کامنز
انځور: کریېتیف کامنز

د مهاجرو مدافع بنسټونه وایي له څو ورځو راهیسې د برتانیا حکومت د مالي مرستو تر بندېدو وروسته زرګونه پناه غوښتونکي خوړو ته لاسرسی نه لري.

برټانوۍ ورځپاڼې انډېپندنټ راپور ورکړی چې د برتانیا حکومت د مالي مرستو تر بندېدو وروسته په زرګونو مهاجر پوره خوړو ته لاسرسی نه لري. ورځپاڼې د مهاجرو د مدافع بنسټونو له قوله ویلي چې زیان منونکي کسان لکه کورنۍ او ماشومان د اسپېن په نامه د خپل بانکي کارتونو تر غیر فعالېدو وروسته په خورا سخت وضعیت کې ژوند تېروي.

دغه ستونزه له هغې وروسته رامنځ ته شوه چې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له سودېکسو شرکت سره خپل قرارداد پای ته ورساوه او د پري پېد فایننشل سرویسز په نامه د مالي تکنالوجۍ شرکت سره یې تړون لاسلیک کړ.

کارتونه لا فعال شوي نه دي

لږ وروسته پناه غوښتونکو ته اطلاع ورکړل شوه چې دوی به د شنبې او یکشنبې په ورځو خپل کارتونو ته لاسرسی و نه لري، خو د دوشنبې په ورځ به یې کارتونه بیا فعال شي.

خو سازمانونو تېره چهارشنبه وویل چې زرګونو کسانو تر اوسه خپل نوي کارتونه نه دي ترلاسه کړي. په وینا یې ګڼو نورو ویلي چې کارتونه یې غیرفعال دي.

سازمانونو زیاته کړې دولت د دې توان درلود چې د رامنځ ته شوي وضعیت مخنیوی وکړي.

انډېپندنټ زیاتوي چې زیات شمېر پناه غوښتونکو د دولت قراردادي سازمان میګرانت هېلپ سره تماس نیولی او د خپلو کارتونو د غیرفعالتوب په اړه ورته خبر ورکړی دی.

بل پلو خیریه سازمانونه وایي چې د پناه غوښتونکو د لوړ شمېر له امله دوی ځینو کسانو ته خواړه نه شي رسولی.

ورځپاڼې د یو ۳۱ کلن پناه غوښتونکي له قوله چې برادفورد کې اوسېږي ویلي: «غذا مو مخ په تمامېدو ده. ډېر کم خوراکي توکي مې د زوی لپاره پاتې دي. زه او کوږده مې یوازې ډوډۍ او پاستا خورو.»

نوموړی چې تېره ډېسمبر میاشت له خپلې کورنۍ سره برتانیا ته رسېدلی وایي له میګرانت هېلپ سازمان سره تماس نیولی دی. دغه سازمان ورته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت څخه غواړي چې ورسره بېړنۍ مرسته وکړي، خو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره دغه وزارت باید د نوموړي درخواست تایید کړي. میګران هېلپ بیا هغه د برتانیا سره صلیب ته معرفي کړی، خو دغه سازمان ورته ویلي چې ظرفیت یې پوره دی.

کارتونه غلطو ادرسونه ته استول شوي

په زیاتو مواردو کې اسپېن کارتونه غلطو ادرسونو ته واستول شوي دي. د کېر ۴ کالې سازمان په حواله د یو پناه غوښتونکي کارت هغه هوټل ته استول شوی دی. د یاد سازمان بنسټګره کلېر موزلي د کورنیو چارو وزارت پر سیستم نیوکه کوي او وایي دولت باید دغې ستونزې ته رسیدګي وکړي.

بل پلو ګلاسګو ښار کې د پوزیتیف هوزېنګ ان انکشن سازمان غړې روبینا قریشي وایي په تېرو درېو ورځو کې تر ۱۳۰ زنګونه او پیغامونه ترلاسه کړي دي. په خبره یې دغه کار د بخښلو نه دی. هغه زیاتوي چې د دغو مهاجرو په ډله کې داسې کورنۍ او ماشومان هم شامل دي چې په روحي ناروغیو اخته دي.

د یادولو ده چې برتانیا کې هره اونۍ ۳۹،۶۳ پونډ هغو مهاجرو ته ورکول کېږي چې په کورونو کې اوسېږي، خو هوټلونو کې مېشتو مهاجرو ته په اونۍ کې ۸ پونډ ورکول کېږي.

 

نورې ليکنې