له ارشیف څخه: کډوالې مېرمنې د یونان په لېسبوس ټاپو کې. انځور: رویترز
له ارشیف څخه: کډوالې مېرمنې د یونان په لېسبوس ټاپو کې. انځور: رویترز

د يونان هغه مهاجر کمپونه او د نوم ثبتونې مراکز چي د آژه په يوناني ټاپوګانو کي واقع دي، پکښي د مهاجرو شمير کم سوی دی.

د يونان د اتباعو د حفاظت د وزارت له پاره ارقام ښيي چي په تاپوګانو ليسبوس، کييوس، کوس، لېروس او ساموس کي د پاتو مهاجرو شمير ۹ زره دی. دا په داسي حال کي چي تېر کال په دغو ټاپوګانو کي تر ۴۰ زرو څخه زيات مهاجر ځای پر ځای ول. دغه ارقام د ياد وزارت لخوا په پلازمېنه اتن کي وړاندي کړل سول.  

د يونان حکومت په تيرو مياشتو کي په زرونو انسانان له ټاپوګانو څخه و مرکزي وچي ته انتقال کړل. دا هغه کسان ول چي په هکله يې اټکل کيدی چي پناه غوښتنه به يې قبوله سي. په انتقال سوو دغو کسانو کي حامله داره مېرمني، زاړه انسانان، ناروغان او ماشومان هم شام لول.

د دې تر څنګ زيات وخت راهيسي د يونان او ترکيې تر منځ سمندري لاري په لويه سختي سره څارل کيږي. د بشري حقونو مدافع سازمانونه پر يونان تور لګوي چي په ناقانونه توګه له نيمي لاري څخه مهاجر بېرته ترکيې ته شړي. خو په اتن کي حکومت دغه تورونه په کلکه ردوي.

د يونان بعضي ټاپوګان تقريبا په بشپړه توګه له فشار څخه خلاص کړل سوي دي. د يونان د ياد وزارت په وينا د کوس ټاپو په هاټ سپاټ ثبتونې مرکز کي ۸۲ او په ليروس کي ۱۲۵ مهاجر پاته دي. دا په داسي حال کي چي ياد هر مرکز د ۸۵۰ انسانانو د ځايولو امکانات لري. 

د ساموس په ټاپو کي هم وضعه په ښکاره توګه بهتره سوې ده. د دغه ټاپو د نوم ثبتونې په مرکز او مهاجر کمپ کي دمګړی ۲۰۰۰ مهاجر ژوند کوي. څو مياشتي تر مخه لا په دغه کمپ کي تر ۶۰۰۰ څخه زيات مهاجر ځای پر ځای ول. 

د کيوس ټاپو په مهاجر کمپ کي ۸۰۰ مهاجر ژوند کوي. حال دا چي په دغه کمپ کي د ۱۰۰۰ مهاجرو د ځای پر ځای کولو آسانتيا موجوده ده. 

خو په ليسبوس ټاپو کي وضعه د نورو ټولو ټاپوګانو په پرتله لانجمنه ده. د يونان د چارواکو په وينا د دغه ټاپو په کارا ټېپه د کږديو په کمپ کي تقريبا ۶۰۰۰ مهاجر ژوند کوي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې