په دنمارک کي هغه پخوانۍ بنديخانه چي د اخراج په مرکز بدله کړل سوې ده| Photo: Reuters/A. Kelly
په دنمارک کي هغه پخوانۍ بنديخانه چي د اخراج په مرکز بدله کړل سوې ده| Photo: Reuters/A. Kelly

په دنمارک کي د زياتو احتجاجونو وروسته د دغه هيواد حکومت هغه پلان لغوه کړی دی چي غوښتل يې مهاجر د سويل په يو ټاپو کي و مرکزي مهاجرکمپ ته اخراج کړي.

د بهرنيانو او د ادغام له پاره د دنمارک ځانګړي وزارت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می په ۲۵مه) ناوخته په کوپنهاګن کي وويل چي ټاپو ته د مهاجرو د لېږد خپل پلان يې لغوه کړی دی. د وزارت د ياد پلان د لغوه کولو دليل خپله هغه اندېښنه بللې ده چي ګواکي په پارلمان کي به د دغه پلان د تصويب له پاره په اړين شمير استازي د تائيد رايه ورنکړي. 

د بهرنيانو له پاره دنمارکي وزير، ماتيا تيسفايي ويلي دي چي داسي معلوميږي چي د مهاجرو له پاره ځانګړی مرکز به په مرکزي يوتلند کي پاته سي.

د دنمارک حکومت تېره اونۍ اعلان کړی ؤ چي په سويل کي واقع ټاپو لانګه لاند کي به د رد سوو او د جرم مرتکب سوو پناه غوښتونکو او بهرنيانو له پاره ځانګړی مرکز جوړ کړي. ويل سوي ول چي ياده ډله کسان به بيا دغه مرکز ته اخراج کړل سي. 

حکومت ويلي ول چي په ياد ټاپو کي به په لومړي سر کي ۱۳۰ کسان وساتل سي. خو د حکومت د دغه پلان پر ضد سخت غبرګونونه راوپارېدل. د حزب اختلاف تر څنګ د اقليت په حکومت کي برخه وال د سوسيال دموکرات ګوند هم د دغه پلان سره مخالفت وښود.

د لارس لوکه راسموسن د لومړي وزارت په دوره کي په ۲۰۱۶ کال د کيرسهوفنګارد په نوم د اخراج مرکز کار پيل کړ. دغه مرکز په مرکزي يوتلاند کي جوړ سو او دمګړی پکښي ۲۶۰ داسي پناه غوښتونکي او مهاجر ساتل کيږي چي له دنمارک څخه په وتلو مکلف دي خو د بيلو دلايلو پر اساس هغوی خپلو هيوادونه ته نسي اخراج کول کيدلای.

د لوکه حکومت وروسته غوښتل چي په ليندهولم ټاپو کي د اخراج يو مرکز جوړ کړي. خو د هغه وروسته پر واک راغلي د مېته فرېدريکسن حکومت په ۲۰۱۹ کال دغه پلان لغوه کړ.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې