د برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د یو خبر له مخې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له استوګنځیو څخه د زرګونو مهاجرو د ایستلو پروګرام درولی دی. ټاکل شوې وه چې نږدې ۴۰۰۰ مهاجر له دولتي استوګنځیو څخه وشړل شي. د برتانیا روغتیایي چارواکي وایي چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال دا کار ناشونی دی.
د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل خپل پلان ځنډولی دی. د برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په حواله رد شوي پناه غوښتونکي نور له دولتي استوګنځیو څخه نه شړل کېږي. ټاکل شوې وه چې د کورونا ویروس وبا پر مهال نږدې ۴۰۰۰ کسان له دولتي کورنو څخه و ایستل شي.
تېره اپریل میاشت د برتانیا حکومت پرېکړه کړې وه چې رد شوي مهاجر باید له دولتي استوګنځیو څخه له ځنډه پرته اخراج شي. خو روغتیایي چارواکو دا پرېکړه ناسمه وبلله.
ګارډین زیاتوي چې د برتانیا د عامې روغتیا ادارې چې د روغتیا وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي ویلي د سړکونو پر غاړه د مهاجرو د اوسېدلو او د کورونا ویروس ترمنځ مستقیمې اړیکې شته.
«د روغتیایي دلایلو له امله هېڅوک نه باید خپله سرپناه له لاسه ورکړي»
د برتانیا د عامې روغتیا ادارې زیاته کړې هغه مهاجر چې سرپناه نه لري او د سړکونو پر غاړه ژوند کوي د کورونا ویروس د پېښو د زیاتېدو لامل ګرځېدلی شي. یادې ادارې دا هم ویلي چې د کورونا وبا په جریان کې د روغتیایي دلایلو له امله هېڅوک باید خپله سرپناه له لاسه ور نه کړي.
تېره میاشت د رفیوجي اکشن سازمان مشر تیم نور هېلتون ویلي وو: «دا چې خلک له خپلو سرپناوو څخه وشړل شي د تعجب خبره ده، خو د کورونا وبا پر مهال دا کار غیرانساني او خطرناک بلل کېږي.»
نوموړي زیاته کړې وه چې دولت مسولیت لري چې مهاجرو ته سرپناه برابره کړي او د مهاجرو د بې وزلۍ مخه ونیسي.
برتانیا کې د بخښنې نړیوال سازمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو څانګې مشر ستیو والدېر سیموندز د دولت دغه اقدام «ظالمانه» بللی و. هغه زیاته کړې وه: «د کورنیو چارو وزارت دې خلک بې سرپناه و نه کړي. حکومتونه له کلونو راهیسې د خلکو بې سرپناه کول د یو مهاجرتي سیاست په توګه کاروي، خو نور بس دی.»
بیا ولولئ: برتانیا: د دولت د مالي مرستو تر بندېدو وروسته زرګونه پناه غوښتونکي خوړو ته لاسرسی نه لري
«له هغو کسانو سره مرسته نه کوو چې خپلو هیوادونو ته ستنېدلی شي»
د برتانیا حکومت مدافع وکیلانو بیا تېره دوشنبه په یو لیک کې وویل چې پریتي پاتل د برتانیا د عامې روغتیا ادارې سلا مشورې په پام کې نیسي.
خو له استوګنځیو د مهاجرو استول په قطعي توګه نه درول کېږي. ټاکل شوې چې د جون میاشتې په پای کې او د کورونا ویروس وبا تر کمېدو وروسته به دغه پروګرام بېرته پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي: «د کورونا ویروس وبا په جریان کې زیات شمېر رد شویو پناه غوښتونکو سرپناه لرله او ورسره د برتانوي مالیه ورکوونکو له پیسو څخه مالي مرستې هم شوې دي. خو کله چې بندیزونه نرم شي، موږ به نور له هغو کسانو سره مرسته نه کوو چې خپلو هیوادونو ته ستنېدلی شي... موږ د برتانیا د عامې روغتیا ادارې د سلا مشورو پر بنسټ د جون پر ۲۱مه [د اخراج د پروسې د بیا پیلولو په اړه] تصمیم نیسو.»
په تېرو څو کلونو کې برتانیا کې د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزولو موده ریکارډ کچې ته رسېدلې ده. په ۲۰۲۰ کې د ۴۳۰۰۰ پناه غوښتونکو له ډلې څخه ۱۷۰۰۰ تنو یې نږدې یو کال د خپلو دوسیو ځواب ته انتظار کړی و. ډېری دغه کسان د ایران، عراق او البانیا اتباع ول.