برتانوي ځواکونه هلمند ولایت کې. انځور: رویټرز، له ارشیف څخه
برتانوي ځواکونه هلمند ولایت کې. انځور: رویټرز، له ارشیف څخه

د برتانیا حکومت اعلان کړی چې سلګونو هغو افغانانو او کورنیو ته یې د ویزې د ورکولو بهیر چټکوي چې افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو او له برتانیا حکومت سره یې کار کړی.

د برتانیا د نوي تصمیم له مخې ټاکل شوې چې سلګونه هغه افغانان او د کورنیو غړي یې چې افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره یې کار کړی ډېر ژر برتانیا کې مېشت کړل شي.

دغه ډله کې تر ۳۰۰۰ ډېر افغانان او د کورنیو غړي یې شامل دي. تر دې دمخه ۱۳۰۰ تنه نور برتانیا کې مېشت کړل شوي وو.

بي بي سي د برتانیا د دفاع وزیر بن والاس له قوله ویلي چې یاد بهیر چټکول «یوازنۍ سمه لاره» ده. نوموړي زیاته کړې چې برتانیا کې هغه افغانانو ته استوګنه ورکول کېږي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته وېره ده «طالبان ترې غچ واخلي».

د برتانیا حکومت د نوې پالیسۍ له مخې د دندې وضعیت، رول او د کار مودې پرته هر هغه اوسني او پخواني کارکوونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته یې ژوند له خطر سره مخ دی.

برتانیا زیاته کړې چې افغانستان کې امنیت حالت بدلون موندلی او هغه کسان چې په تېرو شلو کلونو کې یې د برتانیا له حکومت سره کار کړی دی په بالقوه توګه له ګواښونو سره مخ دي. دا طرحه د تېرې اپریل میاشتې پر لومړۍ نېته جوړه شوې ده.

بیا ولولئ: د بریتانوي ځواکونو پخوانی افغان ژباړونکی او مېرمن یې د یونان د کډوالو په کمپ کې بند پاتي

«اخلاقي مکلفیت»

بل پلو د برتانیا د کورنیو چارو وزیر له قوله ویلي چې دا یو «اخلاقي مکلفیت» دی. هغې خوشالي څرګنده کړې چې دوی دغو افغانانو او کورنیو ته یې برتانیا کې د نوي ژوند د پیلولو چانس په برابرولو خپله ژمنه ترسره کوي.

د برتانیا حکومت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو تر پیل وروسته د برتانیا لومړي وزیر دغه هیواد د دفاع، د کورنیو او استوګنې چارو حکومت وزارتونو ته هدایت ورکړی چې دغه پالیسي باید ډېر ژر عملي شي.

که څه هم تر اوسه د دغو افغانانو کره شمېر نه دی مالوم، خو حکومت ویلي چې تمه لري تر ۳۰۰۰ زیات کسان دغه هیواد کې مېشت کړل شي.

بیا ولولئ: لسګونه نور افغان ژباړونکي برتانیا کې د مېشت کېدو اجازه ترلاسه کوي

د «متقابل عمل» وخت را رسېدلی

بي بي سي دغه راز د برتانیا د دفاع وزیر ښاغلي والاس له قوله ویلي چې له افغانستانه د ځواکونو له وتلو سره سم «د طالبانو هدفمنو بریدونو په ګډون ګواښونه مخ په ډېرېدو دي».

نوموړي زیاته کړې چې هغه کسان چې له برتانیا سره یې کار کړی د دوی «د امنیت لپاره یې ډېره قرباني یې ورکړې» او اوس دا وخت دا رسېدلی چې دوی «متقابل عمل» وکړي.

د برتانوي ځواکونو د افغان همکارانو د خوندیتوب مسله په ۲۰۱۴ کال کې له هغې وروسته مطرح شوه چې برتانیا هلمند ولایت کې یې خپل پوځي عملیاتونه پای ته ورسول. خو هغه مهال تر ډېره هغو افغانانو ته لومړیتوب ورکول کېده چې تر یو کال ډېر یې له برتانوي ځواکونو سره د ژباړنو په توګه دنده درلوده.

د روان کال په پیل کې افغانستان کې۷۵۰ برتانوي ځواکونه پاتي وو چې تر ډېره د کابل امنیت پر تامینولو بوخت وو. خو ټاکل شوې چې د امریکایي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته دغه سرتېري هم له افغانستانه ووځي.

تر دې دمخه فرانسې اعلان کړی و چې په پام کې لري له افغانستانه د هغو کسانو د انتقالولو پروسه پیل کړي چې له فرانسویانو سره یې کار کړی دی. د راپورونو له مخې امریکایي چارواکو هم ورته پلان په پام کې نیولی دی.

 

نورې ليکنې