انځور: د فرانسې د ملي پولیسو ټویټرپاڼه
انځور: د فرانسې د ملي پولیسو ټویټرپاڼه

تېره سه شنبه د فرانسې په سوېلي پرتوي سیمه کې فرانسوي ځواکونو یوه لارۍ کې نږدې لس مهاجر موندلي دي. ویل کېږي چې دوی ټول د پاکستان اتباع دي.

فرانسوي ځواکونو تېره سه شنبه د فرانسې پرتوي سیمه کې یوه لارۍ کې نږدې لس پاکستانیان موندلي دي. دغه کسان د یو چکي شرکت په لارۍ کې پټ شوي وو چې پلېنېک کمپنۍ ته یې اموال انتقالول.

د سرچینو په حواله یاد مهاجر په ایټالیا کې دغې لارۍ ته سپاره شوي وو. په وینا یې لارۍ چلوونکي فرانسې ته تر رسېدو وروسته خپله لارۍ کې د مهاجرو له شتون څخه خبر شوی دی.

موندل شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته فرانسه کې د پناه غوښتنې د وړاندې کولو په موخه د مارسی ښار د بهرنیانو ادارې ته انتقال شوي دي.

ځینې مهاجر له ایټالیا څخه فرانسې ته د راتګ لپاره ځان په لاریو کې پټوي. خو په قاچاقي توګه لاریو کې سفر کول له ګواښونو ډک وي.

فرانسوي ځواکونو تېره اپریل میاشت د دغه هیواد په شمالي سیمه کې یې لس عراقي مهاجر په یوه لارۍ کې موندلي وو.

دغه راز تېره مارچ میاشت د فرانسې په ژورا سیمه کې پنځه تنه افغان کډوال د پولیسو لخوا په یوه بار وړونکي لارۍ کې موندل شوي وو. دغو پنځو تنو کې یو کم عمره کډوال هم شامل و. دغه کسان وروسته له هغه د پولیسو لخوا و نیول شول چې لارۍ چلوونکي په خپل موټر کې د غږ له اورېدلو وروسته په دې اړه پولیسو ته خبر ورکړ.

 

نورې ليکنې