نږدې ۳۰۰ مهاجرو ویلمن پارک کې شپه سبا کړې. انځور: یوتوپیا ۵۶
نږدې ۳۰۰ مهاجرو ویلمن پارک کې شپه سبا کړې. انځور: یوتوپیا ۵۶

پرون شپه د فرانسې پلازمېنې پاریس ۱۰مه ناحیه کې نږدې ۳۰۰ مهاجرو د سرپناه د نه لرلو له کبله د اعتراض په ډول ویلمن پارک کې شپه سبا کړې. د کولکتیف رکیزیسیون په نامه ټولنه چې دغه اعتراضي اقدام یې ترسره کړی ویلي مهاجر تر هغه وخت پورې دغه پارک کې اوسېږي چې د حل لاره وموندل شي.

پرون یکشنبه د می میاشتې ۳۰مه نږدې ۳۰۰ مهاجرو د رکیزیسیون ټولنې په مرسته د پاریس ۱۰مې ناحیې په ویلمن پارک کې شپه سبا کړه.

دغه کسان چې د سړکونو پر غاړه او یا تشو ودانیو کې اوسېږي له دولت څخه د اوسېدو ځای د برابرولو غوښتنه کوي.

چارواکو نږدې پنځه سوه کسانو ته سرپناه برابره کړې

په تېرو څو میاشتو کې دا شپږم ځل دی چې رکیزسیون ټولنه مهاجرو ته د سرپناه موندلو په موخه ورته عملیاتونه ترسره کوي. پرون دوشنبه ویلمن پارک ته د مهاجرو تر راغونډېدو مخکې د پاریس په رپوبلیک ډګر کې سلګونو کډوالو د دغه کولکتیف په مرسته د اوسېدو حق د ترلاسه کولو لپاره مظاهرې وکړې. د فرانسې قومندانۍ یو شمېر مظاهره کوونکو ته سرپناه برابره کړه.

د ایل دو فرانس قومنداني یوه خبرپاڼه کې وایي چې دوی «د ۲۳۴ ښځو په ګډون ۴۷۰ کسانو» ته سرپناه برابره کړې ده.

خو د سازمانونو او خبریالانو په حواله رپوبلیک کې مظاهرې له تاوتریخوالي ډکې وې. په وینا یې پولیسو د مهاجرو پر وړاندې اوښکی بهوونکی ګاز وکاراوه او د خلکو د تیت او پرک کولو لپاره یې مظاهره کوونکي په سوټو ووهل.

نږدې ۷۰۰ مهاجر لا هم په سړکونو کې پاتي

په ورته مهال د یوتوپیا ۵۶ بنسټګر یان مانزي کډوال نیوز ته وایي چې «نږدې ۷۰۰ مهاجرو ته سرپناه نه ده برابره شوې». په وینا یې د دغو کسانو له ډلې نیمایي برخه یې د پاریس شمالي سیمې کمپونو ته تللې ده. نږدې ۱۰۰ کورنۍ بیا د ښاریانو د ملاتړ ډلې پروګرام په چوکات کې لنډمهالو استوګنځیو ته انتقال شوي دي.

پاتې برخه یې د شپې په اته نیمو بجو ویلمن پارک ته تللې او هلته یې شپه سبا کړې ده.

دغه ۳۰۰ مهاجر تر ډېره افغانان او افریقایان دي. یان مانزي وایي: «ځینې کسان له څو اونیو راهیسې پاریس کې اوسېږي خو لا هم نه دي توانېدلي چې اوفي یا ادغام او مهاجرت اداره کې ځان راجسټر کړي. یو شمېر نور مهاجر هغه کسان دي چې د دوبلین موده یې پوره شوې خو د اوسېدو ځای نه لري. ډله کې یې منل شوي مهاجر هم دي.»

دغو سازمانونو ویلي مهاجر تر هغه وخت پورې خپل اعتراض ته دوام ورکوي چې د حل لاره وموندل شي.

رکیزسیون ټولنې له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې ځینو ښوونځیو او جمنازیمونو کې اعتراضي عملیاتونه ترسره کړي دي. د دغې ټولنې د اعتراضي اقداماتو له امله تر اوسه ۲۱۰۰ کسان د اوسېدو ځای موندلی دی. یادې ټولنې د می میاشتې پر ۱۲مه رپوبلیک ډګر کې مظاهرې جوړې کړې وې.  

 

نورې ليکنې

Webpack App