د پاریس ویلمن پارک کې تر ۳۰۰ مهاجر ازاده فضا کې شپه تېروي. انځور: کډوال نیوز
د پاریس ویلمن پارک کې تر ۳۰۰ مهاجر ازاده فضا کې شپه تېروي. انځور: کډوال نیوز

له تېرو دوو ورځو راهیسې تر ۳۰۰ ډېر مهاجر د سرپناه د نه لرلو له امله د اعتراض په ډول د پاریس په ویلمن پارک کې راغونډ شوي دي. دا اعتراضي اقدام د کولکتیف رکېزیسیون په نامه ټولنې ترسره کړی دی. د یادې ټولنې مسولین وایي دولت دې دغو مهاجرو ته سرپناه برابره کړي.

نن سه شنبه د جون میاشتې لومړۍ نېټه د پاریس د ۱۰مې ناحیې په ویلمن پارک کې لسګونه مهاجر لیدل کېږي چې ډېری یې افغانان او افریقایان دي. اووه وېشت کلن افغان مهاجر حسین چې په ۲۰۱۵ کې له افغانستانه وتلی وایي دې پارک ته ځکه راغلی چې سرپناه ورته برابره شي.

دغه افغان ځوان چې تر دې دمخه یې غوښتنه په پاریس کې رد شوې وه لوکزامبورګ او اسپانیا ته تر ورتګ وروسته بېرته فرانسې ته راغلی دی. هغه وایي: «نږدې ۲۰ ورځې کېږي چې فرانسه کې اوسېږم، خو تر ټولو لویه ستونزه مې دا ده چې سرپناه نه لرم.»

حسین د نورو مهاجرو په شان تېره یکشنبه رپوبلیک ډګر کې د سرپناه د ترلاسه کولو لپاره مظاهرو کې ګډون کړی و. خو د پولیسو له خوا د کارول شوي اوښکي بهوونکي ګاز له کبله یې سترګو ته زیان رسېدلی دی.

بیا ولولئ: پاریس: نږدې ۳۰۰ مهاجرو د سرپناه د نه لرلو له امله د اعتراض په ډول ویلمن پارک کې شپه سبا کړې

د حسین څنګ ته ۲۱ کلن احسان الله ولاړ دی. دغه ځوان مهاجر ۱۵ ورځې مخکې فرانسې ته رسېدلی دی.

هغه چې ستړی معلومېږي وایي: «اروپا ته مې سفر ډېر اوږد او له ستونزو ډک و. شپږ میاشتې مې سلواکیا کې په زندان کې تېرې کړې. هلته مې ژوند زیات سخت و. کله چې له زندانه خوشی شوم د اتریش له لارې فرانسې ته راغلم. دلته مې د پناه غوښتنه کړې خو له یوې خوا سرپناه نه لرم او له بلې خوا دوبلینی یم، مانا یې دا چې د ګوټو نښې مې سلواکیا کې ثبت شوې دي.»

افغان مهاجر ۲۱ کلن احسان الله په ویلمن پارک کې. انځور: کډوال نیوز
افغان مهاجر ۲۱ کلن احسان الله په ویلمن پارک کې. انځور: کډوال نیوز

احسان الله چې ناروغ دی وایي سلواکیا ته له اخراجېدو څخه ډارېږي. هغه زیاتوي: «افغانستان ته هم بېرته تللی نه شم ځکه چې هلته مې ژوند له ګواښ سره مخ دی.»

دغه ځوان مهاجر وایي چې د کډوالۍ د کړاوونو له امله پر روحي ستونزو هم اخته شوی دی او ځان تر رواني فشار لاندې احساسوي. په وینا یې: «نه پوهېږم چې راتلونکي کې به څه پېښ شي. خو اوس مې له حکومت څخه غوښتنه دا ده چې ما ته سرپناه راکړي.»

«چارواکو مهاجرو ته د سرپناه برابرولو اراده نه لري»

په ورته مهال د ویلسن د مهاجرو د ملاتړ سازمان غړی فیلیپ کارو وایي چې که څه هم تېره یکشنبه دغه پارک کې نږدې ۶۰۰ مهاجر اوسېدل خو اوس هلته د پاتو کډوالو شمېر ۳۰۰ کسانو ته رسېږي. هغه زیاتوي چې سازمانونه د شپې له خوا مهاجرو ته کمپلونه ورکوي او پر ځمکه باندې ترپالونه هواروي.

فیلیپ کارو وایي چې دوی د خپلو شبکو له لارې له خلکو او سازمانونو څخه مهاجرو ته د خوړو د برابرولو غوښتنه کوي. په خبره یې «د سیمې ډېریو اوسېدونکو له مهاجرو سره د مرستو لپاره چمتووالی ښوولی او ورسره ډېر انساني چلند کوي.»

هغه زیاتوي: «د بېلګې په توګه پرون موږ ته دومره زیاتې مرستې رسېدلې وې چې مهاجرو ته مو ساندویچونه ورکړل.» د نوموړي په حواله دوی په معموله توګه د سهار، غرمې او شپې له د پارک پر اوسېدونکو خواړه وېشي.

پارک کې سازمانونه پر مهاجرو خواړه وېشي. انځور: کډوال نیوز
پارک کې سازمانونه پر مهاجرو خواړه وېشي. انځور: کډوال نیوز

نوموړي پر چارواکو نیوکه کوي او وایي چې دوی نه پوهېږي څومره وخت به دلته پاتي شي. په خبره یې: «چارواکي د مهاجرو د ستونزو د هوارولو لپاره اقدام نه کوي. داسې معلومېږی چې دوی کډوالو ته د سرپناه برابرولو اراده نه لري.»

«که باران وورېږي، څه باید وکړو؟»

بل پلو د یوتوپیا ۵۶ غړی یان مانزي چې له دوو شپو راهیسې له مهاجرو سره یو ځای دغه پارک کې شپه سبا کوي وایي، له یکشنبې راهیسې نږدې ۴۰۰ مهاجر چې د پاریس په نورو کمپونو کې اوسېږي د خپلو وسایلو د ورکېدو له وېرې له پارک نه تللي دي. هغه زیاتوي چې دوی له دولته ۷۰۰ کسانو ته د سرپناه برابرولو غوښتنه کوي.

یان منزي وایي چې که څه هم رستورانتونو او د سیمې اوسېدونکو د مهاجرو تود هرکلی کړی او ورسره یې د مرستو لپاره چمتووالی ښودلی، خو لا هم ستونزې پر ځای پاتې دي. په خبره یې: «دلته مهاجر د تشنابونو له نشتوالي سره مخ دي. که تشناب نه وي نو پارک به چټل شي او بد بوی به ورکړي.»

د نوموړي په حواله بله ستونزه دا ده چې که باران وورېږي دوی نه پوهېږي چې څه باید وکړي. هغه زیاتوي: «دلته مهاجر پر ځمکه باندې خوب کوي، خو که باران وورېږي دوی هېڅ ډول سرپناه نه لري.»

ښاغلی مانزی ټینګار کوي چې مهاجر حق لري چې پارک کې پاتي شي او یا له پارکه ووځي. خو په وینا دوی هم باید د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره «مبارزه» وکړي.

ویلمن پارک کې مهاجر په ازاده هوا کې شپه سبا کوي. انځور: کډوال نیوز
ویلمن پارک کې مهاجر په ازاده هوا کې شپه سبا کوي. انځور: کډوال نیوز

«حکومت باید خلکو ته د سرپناه برابرولو لپاره بودجه ولري»

پخوانی افغان مهاجر علي یو لاډسپیکر په لاس کې لري او له مهاجرو سره په پښتو او فارسي ژبو خبري کوي. نوموړی له ځینو هغو افغانانو سره مرسته کوي چې فرانسوي یې نه ده زده او له ستونزو سره مخ دي. هغه حسین ته وایي: «کله چې ډاکټران راشي زه به دوی ته ووایم چې ستا د سترګو درملنه وکړي.» نوموړی ۲۱ کلن دی او له ۱۴ کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي.

هغه وایي: «زه پوهنتون کې محصل یم او په اونۍ کې دوه درې ځله له سازمانونو سره د رضاکار په توګه فعالیت کوم.» په خبره یې: «څوار لس کاله مخکې کله چې زه له خپلې کورنۍ سره فرانسې ته ورسېدم، موږ هم د دغو مهاجرو په څېر زیات مشکلات درلودل. اوسېدو ځای مو نه درلود، کافي ډودۍ ته مو لاسرسی نه لره، ژبه مو نه وه زده. اوس ځکه له دغو مهاجرو سره مرسته کوم چې د دوی له درد سره اشنا یم. حکومت باید ډېر ژر ورته سرپناه برابره کړي.»

خو د دال سازمان غړي جي بي ایرو په حواله: «حکومت موږ ته وایي چې د پاریس د هرکلي په مرکزونو کې نور ځای نشته.» هغه په دې اند دی چې حکومت باید دغو کسانو ته د سرپناه برابرولو لپاره بودجه ولري، ځکه چې هر انسان باید سرپناه ولري. په خبره یې له تېرو څو ورځو راهیسې سازمانونو د مهاجرو د ستونزې د هوارولو لپاره له چارواکو سره مذاکرې پیل کړې دي.

د پاریس دګزیل سازمان غړې اوریان بیا وایي، که څه هم له چارواکو سره خبرې اترې روانې دي خو پایله یې تر اوسه نه ده معلومه. نوموړې د جي بي ایرو د خبرو په تاییدولو سره وایي چې دولت دې د خپل مهاجرتي سیاست بیاکتنه وکړي.

په وینا یې هغه یوه داسې ښځه پېژني چې په یو کال کې ۲۴ بېلابېلو هوټلونو کې اوسېدلې ده. خو په ځینو دغو استوګنځیو کې مهاجر پخلنځيو ته لاسرسی نه لري او د ژوند وضعیت یې خورا سخت دی.

د رکېزیسیون کولکتیف ټولنې غړي سازمانونه ټینګار کوي چې دوی تر هغه وخت پورې خپل اعتراض ته دوام ورکوي چې د مهاجرو د ستونزو لپاره د حل لاره وموندل شي.

دغې ټولنې له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې ځینو ښوونځیو او جمنازیمونو کې اعتراضي عملیاتونه ترسره کړي دي چې له امله یې تر دې دمه ۲۱۰۰ کسانو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړل شوي دي.

 

نورې ليکنې

Webpack App