انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د ایراني رسنیو په حواله د محمد مسیح حمیدي په نامه یوه افغان مهاجر د ایران د ریاضۍ په علمي المپیاد کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

محمد مسیح حمیدي هغه افغان مهاجر دی چې تېره شنبه د ایران د ریاضۍ په علمي المپیاد کې لومړی مقام خپل کړ. دغه ځوان کډوال د تهران په دانشګاه صنعتي شریف کې د ریاضۍ په برخه کې د لیسیانس کچې زده کړې کوي. تر دې دمخه نوموړي کانکور کې د ۸۱۱ نمرو په ترلاسه کولو دانشګاه صنعتي شریف کې لاره پیدا کړې وه.

د ایران د تېر کال علمي المپیاد کې ۱۸۶۰ کسانو ګډون کړی و.

بیا ولولئ:‌ ایران کې مېشت د ښځینه افغان کډوالو لوبډلې د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

له ریاضۍ سره مینه

ښاغلي حمیدي په کال ۱۳۷۷ کې د ایران په مشهد ښار کې زېږېدلی دی. خو دا چې د ده کورنۍ د کډوال په توګه ایران کې ژوند کاوه نو هغه نشوای کولی د خپلې سیمې ښوونځي کې نوم لیکنه وکړي. د همدې وجه دې ته اړ شو چې هره ورځ له کوره د زیات مزل په وهلو هغه ښوونځي ته ولاړ شي چې افغان ماشومانو پکې د زدکړو اجازه لرله.

هغه رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «مشکلاتو ته مې اجازه نه ورکړه چې موخو ته مې د رسېدو مخه ونیسي.»

نوموړی وایي چې له ماشامتوبه یې له ریاضۍ سره علاقه درلوده او د خوښې ریاضي پوهان یې روسی پرلمان ګریګوري او ایرانۍ مریم میرزاخاني دي.

که څه هم د محمد مسیح کورنۍ له ۱۳۶۳ راهیسې په ایران کې ژوند کوي، خو دوی لا هم لنډمهاله اقامه لري چې هر کال یې باید تمدیده کړي.

بیا ولولئ: ایران کې افغان کډواله:‌ «له ۳۵ کلن ژوند وروسته یو سیم کارت نه شم اخیستلای»

«هغه ځای ته ځم چې د علمي فعالیتونو د ترسره کولو زمینه پکې موجوده وي»

ښاغلي حمیدي له ایرانۍ رسنۍ همشهري انلاین سره خبرو کې ویلي چې ایران کې بهرنیان د ښوونکو او یا د پوهنتونو د علمي ډلو د غړو په توګه نه ګومارل کېږي. په وینا یې که چېرې دا زمینه ورته برابره شوې وای ایران کې خپل ژوند ته ادامه ورکړې وای.

هغه زیاته کړې چې اوس د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دی نو ځکه تصمیم لری داسې یو هیواد ته ولاړ شي چې ورته د علمي فعالیتونو د ترسره کولو زمینه پکې موجوده وي.

د ایران د علمي المپیاد بنسټ په ۱۳۷۵ کې اېشودل شوی. دا لومړی ځل دی چې یو افغان محصل د ریاضۍ په برخه کې دغه المپیاد کې لومړی مقام ترلاسه کوي.

ایران له تیرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د شاوخوا درې میلیونه افغانانو کوربه دی. خو ډېری دغه افغانان یاد هیواد کې د لوړو زدکړو د ترسره کولو اجازه نه لري. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ شاوخوا زر نور افغانان د دولتي بورسونو له لارې په ایران کې پر لوړو زده کړو بوخت دي.

 

نورې ليکنې

Webpack App