مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: پېکچر الاینز
مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: پېکچر الاینز

له تېرې جمعې راهیسې لږترلږه ۷۰۰ مهاجرو له فرانسې څخه د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي. په ورته مهال چارواکي وایي‌ د هوا د حالاتو ښه والی د دې سبب شوي چې زیات شمېر مهاجر له سمندره د تېرېدو لپاره هڅه وکړي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په تېرو څلورو ورځو کې لږترلږه ۷۰۰ مهاجر د مانش کانال له لارې ځان برتانیا ته رسولی دی. ویل کېږي چې د هوا د حالاتو ښه والی له دغه کانال څخه د تېرېدو نکو مهاجرو د شمېر د زیاتېدو سبب شوی دی.

بي بي سي په یو راپور کې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له قوله وایي تېره جمعه د می میاشتې ۲۸مه ۳۳۶ کسان چې په ۱۹ کښتیو کې سپاره ول دغه هیواد ته رسېدلي دي. دغه راز د شنبې په ورځ ۱۴۴ تنه نور په ۷ کښتیو کې برتانیا ته ورسېدل.‌ تېره یکشنبه بیا برتانوي ځواکونو مانش کانال کې ۱۷ مهاجر ونیول چې په یوه کښتی کې سپاره ول.‌ همدارنګه د دوشنبې په ورځ کوچنیو کښتیو کې سپرو ۷۱ کسانو ځانونه برتانوي سواحلو ته ورسول.‌د بي بي سي‌ خبریال سیمون جونز د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له قوله وایي چې پرون سه شنبه ۱۳۲ کسان چې ۶ کښتیو کې سپاره ول برتانیا ته رسېدلي دي.

په ورته مهال فرانسوي چارواکو تېرو څو ورځو کې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د زیاتو مهاجرو د ورتګ مخه نیولې ده.‌ فرانسوۍ ورځپاڼې له وا دو نور د پا دو کالې د عامې امنیت د دیپارتمنت مشر له قوله راپور ورکړی چې پولیسو تېره دوشنبه سنګات او پورتل سواحلو کې د څلور کښتیو مخه ونیوله.

د بولونی سور مېر مرکزي کمېشنر ارنو ژوبلن یادې ورځپاڼې ته ویلي چې هره شپه سرتېري د مانش کانال له لارې د ناقانونه سفرونو د مخنیوي لپاره مبارزه کوي.‌ په خبره یې د هوا د حالاتو ښه والی د دې سبب شوی چې زیات شمېر مهاجر له مانشه د تېرېدو لپاره هڅه وکړي.

د مهاجرو ترمنځ شخړه

د فرانسې شمالي سیمه کې سلګونه مهاجر په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي. دغه وضعیت کله ناکله د مهاجرو ترمنځ د شخړو سبب کېږي. پرون سه شنبه د شپې له خوا کالې کې د نږدې ۳۰ مهاجرو ترمنځ شخړې په پایله کې څلور کسان ټپیان شول.‌

د لا وا دو نور ورځپاڼې له مخې چارواکو د شخړې دپه اړه پلټنې پیل کړې دي.

پېښه پرون سه شنبه د جون میاشتې لومړۍ نېټه سنت عمر سړک ته نږدې مګنیزیا سیمه کې رامنځ ته شوه.‌ د لا وا دو نور په حواله دغه سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۳۰۰ مهاجر ژوند کوي.‌

ورځپاڼې زیاته کړې چې د یوه دولتي فرمان له مخې ټاکل شوې چې راتلونکي کې دغه مهاجر د له کاره لوېدلو هنګرونو څخه وشړل شي.‌

 

نورې ليکنې