مهاجر په ویلمن پارک کې. انځور:‌ کډوال نیوز
مهاجر په ویلمن پارک کې. انځور:‌ کډوال نیوز

د پاریس ویلمن پارک کې راغونډ شوي مهاجر دغه چې ډېری یې افغانان او افریقایان دي له حکومت څخه د سرپناه غوښتنه لري.‌ کډوال نیوز له یاد پارک نه راپور ورکوي.

له تېرې یکشنبې راهیسې د فرانسې پلازمېنې پاریس ۱۰مه ناحیه کې نږدې ۳۰۰ مهاجرو د سرپناه د نه لرلو له کبله د اعتراض په ډول ویلمن پارک کې شپه سبا کړې. د کولکتیف رکیزیسیون په نامه ټولنه چې دغه اعتراضي اقدام یې ترسره کړی وایي مهاجر تر هغه وخت پورې دغه پارک کې اوسېږي چې د حل لاره وموندل شي.

کډوال نیوز یاد پارک ته تللی او د مهاجرو د ژوند کیسې یې راټولې کړې دي.

افغان مهاجر حسین، ۲۷ کلن

څو کاله کېږي چې له افغانستانه وتلی یم. په ۲۰۱۵ کې فرانسه ته را ورسېدم.غوښتنه مې رد شوه.‌ لوګزامبورګ ته لاړم، بیا د اسپانیا په لور روان شوم. خو دواړو هیوادونو کې د ژوند شرایط ډېر سخت و. شل ورځې مخکې له مجبورۍ څخه بېرته فرانسې ته راغلم.اوس له اوفپرا څخه د خپلې مرکې د وخت ټاکلېدو ته انتظار کوم.

له هغه وخته چې فرانسې ته راغلی یم پر سړکونو ژوند تېروم. تېره یکشنبه مې رپوبلیک ډګر کې مظاهرو کې ګډون وکړ.‌ پولیسو اوښکی بهوونکی ګاز وکاراوه چې له امله یې زما سترګو ته زیان ورسېد.

ش‍پږ کاله کېږي‌ چې له خپل هیواده وتلی یم خو لا هم اسناد نه لرم. شپږ کاله مخکې ۲۱ کلن وم، خو اوس ۲۷ کلن شوی یم. پوهېږم چې هیواد کې مې وضعیت خراب دی، خو کله ناکله فکر کوم چې تر دې حالت نه مرګ ښه دی.

افغان مهاجر احسان الله، ۲۱ کلن

زه له دوو اونیو راهیسې فرانسه کې اوسېږم. تر دې دمخه سلواکیا کې د پولیسو په بند کې وم. هلته مې ډېرې سختې ورځې تېرې کړې.‌ له بنده تر خوشي کېدو وروسته د اتریش له لارې فرانسې ته راغلم.

رپوبلیک مظاهرو کې مې ګډون وکړ.‌ ځینو کسانو ته سرپناه برابره شوه، خو زه پاتې شوم‌. سازمانونو ما ته وویل چې باید دې پارک ته راشم.‌ اوس له دولته غواړم چې ما ته سرپناه راکړي.

زه ناروغ یم خو د ځان درملنه نه شم کولی. د شپې خوب نه لرم. فکر کوم چې د مهاجرت د کړاوونو له امله پر روحي ناروغیو هم اخته شوی یم.‌ ځان تر فشار لاندې احساسوم.

افغان کډوال احسان الله له دوو اونیو راهیسې فرانسه کې اوسېږي. انځور:‌ کډوال نیوز
افغان کډوال احسان الله له دوو اونیو راهیسې فرانسه کې اوسېږي. انځور:‌ کډوال نیوز

چادی مهاجر محمد، ۲۴ کلن

شپږ میاشتې کېږي چې فرانسه کې یم. له ایټالیا څخه راغلی یم.‌ دلته تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې څوک موږ ته نه وایي څه باید وکړو او څنګه باید پناه وغواړو. فرانسې ته له رسېدو وروسته لا شاپل سیمه کې وم. سازمانونو موږ ته غذا راکړه.‌

تېره یکشنبه دغه پارک ته راغلم.‌ که رښتیا ووایم نه پوهېږم چې ولې.‌ نورو مهاجرو ما ته وویل چې دوی به مظاهرې وکړي او دولت به ورپسې موږ ته سرپناه راکړي.

سومالیایی مهاجر کامي، ۲۹ کلن

دوه کاله کېږي چې فرانسه کې یم‌. چارواکو څو ځله ما ته سرپناه راکړې، خو د لنډې مودې لپاره.غوښتنه مې رد شوې، دوی غواړي چې ما ایټالیا ته اخراج کړي، خو هلته شرایط تر فرانسې هم خراب دي.

مظاهرو کې مې ځکه ګډون وکړ چې د خپل ژوند د شرایطو ښه کېدو غوښتنه مې لرله. زه یوازې سرپناه غواړم.غواړم چې تر یو سقف لاندې خوب وکړم او له بارانه یا له پولیسو څخه وېره و نه لرم.

سازمانونه د ورځې درې ځله پر مهاجرو خواړه وېشي.‌ انځور: کډوال نیوز
سازمانونه د ورځې درې ځله پر مهاجرو خواړه وېشي.‌ انځور: کډوال نیوز

یمنی مهاجر عبدو، ۳۸ کلن

 زه له ۲۰۰۴ راهیسې د سړکونو پر غاړه اوسېږم. لومړی ځل ایټالیا ته ورسېدم، بیا مې نورو اروپایي هیوادونو ته سفرونه وکړل. هالنډ کې مې د ګوتو نښې ثبت شوې وې، خو هلته اوسېدل ممکن نه وو. درې کاله مې د امستردام پر سړکونو تېر کړي. په ۲۰۰۷ کې برتانیا ته لاړم. دوه کاله وروسته دوی بېرته هالنډ ته اخراج کړم. په۲۰۱۰ کې فرانسې ته راغلم، بیا مې جرمني او ناروې ته سفر وکړ. له پولیسو څخه تښتېدم ځکه چې ما نه غوښتل چې هالنډ ته بېرته ستون شم.

سازمانونو له موږ نه وغوښتل چې مظاهرو کې ګډون وکړو.‌ خو که رښتیا ووایم فکر نه کوم چې دا به کومه مثبته پایله و لري. وېره لرم چې دوی د څو اونیو لپاره مهاجر یو جمنازیم ته انتقال کړي او بیا یې وشړي.‌

اروپایي‌هیوادونه له موږ سره انساني چلند نه کوي.

یمنی مهاجر عبدالرحمان، ۳۱ کلن

دوه کاله کېږي چې له جرمني څخه فرانسې ته راغلی یم.غواړم چې برتانیا ته ولاړ شم،‌ کورنۍ مې هلته ده. فرانسه کې مې سختې ورځې تېرې کړې. ماشومتوب کې مې د فرانسې صفتونه اورېدلي وو، خو دا هغه فرانسه نه ده. د پناه غوښتنه مې رد شوې، خو یمن ته نه شم تللی. څه باید وکړم؟

سوډانی مهاجر سعید، ۳۴ کلن

پنځه کاله مخکې له جګړو څخه وتښتېدم. له لیبیا څخه ایټالیا او له ایټالیا څخه فرانسې ته راغلم.‌ خو پر سړکونو ژوند کول انسان کې د منفي بدلون سبب ګرځي.

له سازمانونو څخه منندوی یم، خو دوی موږ ته یوازې ډوډۍ او قهوه ورکوي. د سیمې اوسېدونکي له موږ سره ښه چلند کوي، ځینو ما ته وویل چې دوی په دې اند دي چې مهاجرت یوه سیاسي مسله ده. خو پوښتنه دا ده چې ولې موږ باید قرباني ورکړو.

هیله لرم چې ټولو مهاجرو ته یوه ثابته سرپناه برابره شي. موږ انسانان یو او له موږ سره باید انساني چلند وشي. دوه کاله کېږي چې قبول شوی یم خو لا هم د سړکونو پر غاړه شپه سبا کوم.

 

نورې ليکنې

Webpack App