آرشيف انځورـ د ايتاليې لامپيدوسا ټاپو ته نژدې د مهاجرو کښتۍ | Photo: ANSA/Ettore Ferrari
آرشيف انځورـ د ايتاليې لامپيدوسا ټاپو ته نژدې د مهاجرو کښتۍ | Photo: ANSA/Ettore Ferrari

له افريقا څخه د اروپايي اتحادیې پر لور د مهاجرت يوه لاره د تونس پر ساحل هم تېره سوې ده. پر دغه لاره په تازه حادثه کي لږ تر لږه ۲۳ انسانان ډوب سوي دي.

د رويترز خبري آژانس د سرې مياشتي سازمان په حواله په خبر کي ليکلي دي ډوب سوي مهاجر له افريقا څخه ول. د خبر له مخي په کښتۍ کي سپاره مهاجرو کوښښ کاوه چي و اروپايي اتحاديې ته ځان ورسوي.

د خبر له مخي کښتۍ د ليبيا څخه په خپل سفر پېل کړی ؤ او د مديترانې په لاره و ايتاليې هيواد ته پر لاري وه. ويل سوي چي د دغې حادثې وروسته ۷۰ انسانان د تونس د سمندر ساتونکي ځواک له خوا ژغول سوي دي. زياته سوې چي پر دغه کښتۍ په ټوليزه توګه تر ۹۰ څخه زيات انسانان سپاره ول.

د فرانس پريس خبري آژانس بيا د دغې پيښي په تړاو په خپل راپور کي د ۲۳ لادرکه سوو کسانو څخه خبر ورکړی دی. د دغه خبري آژانس په خبر کي راغلي دي چي له حادثې د ځای څخه په ژغورل سوو کي ۳۷ يې له ايريتريا، ۳۲ يې له سوډان او يو يې هم له مصر څخه ؤ. ويل سوي چي د ژغورل سوو دغو کسانو عمرونه د ۱۵ او ۴۰ کالونو تر منځ دي.

پر همدغه لاره و يوې بلي کښتۍ ته هم حادثه ورپېښه سوې او پکښي سپاره ۳۹ ټول مهاجر يې ژغورل سوي دي. دغه دويمه ګښتۍ د سفکس و بندري ښار ته نژدې ډوبه سوې.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې

Webpack App