په سيوټا کي د می په ۱۸مه منظرې. (AP Photo/Javier Fergo)
په سيوټا کي د می په ۱۸مه منظرې. (AP Photo/Javier Fergo)

له مراکش څخه د هسپانيې باندني ټاپو سيوټا ته په لامبو د زرونو مهاجرو د رسېدو وروسته هسپانيې پر مراکش زياتي نيوکي وکړې. اوس مراکش غواړي په دې تړاو جوړ جاړی وکړي.

د رويترز خبري آژانس د خبر له مخي مراکش اعلان کړی چي و اروپايي اتحاديې ته د تللو بې سرپرستو کم سن مراکشي مهاجرو د بېرته منلو له پاره به لاري چاري ولټوي. د مراکش د کورنيو او د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي د دغه هيواد باچا محمد پنځم ورته لارښوونه کړې ده چي په ياده قضيه کي اقدامات وکړي.

د مراکشي چارواکو له وينا ويل سوي چي پر دغه موضوع يې تر مخه لا د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو سره همکاري لرلې ده. زياته سوې چي البته په بعضو اروپايي هيوادونو کي اداري پروسو د دغو مهاجرو د بېرته لېږد پروسې د ځنډ سره مخامخ کړي دي.

په می مياشت په زرونو انسانان د مراکش له وچي څخه د شمالي افريقا په سيمه کي پراته سيوټا ټاپو ته په لامبو ورغلي ول. دغه ټاپو د هسپانيې هيواد سره تعلق لري. د زرونو مهاجرو دغه اوښتلو د مراکش او هسپانيې تر منځ پر اړيکو فشارون راوستلي ول.

خو اکثره هغه مهاجر چي و سيوټا ته اوښتي ول، بېرته په چټکۍ سره مراکش ته اخراج کړل سوي ول. خو هغه مهاجر چي عمرونه يې تر سن کښته ول او ورسره سرپرست نه ؤ مل، هغوی په سيوټا کي پاته سول. هغه وخت د هسپانيې د رسنيو په راپورونو کي راغلي ول چي مراکش نور دغه کمسن مهاجر د همکارۍ د پخواني تړون په چوکاټ کي نه مني.

د هسپانيې لومړي وزير پېدرو شانچيز د دوشنبې په ورځ تور لګولی ؤ چي مراکش له خپلي پولي څخه د سيوټا پر لور د مهاجرو د بهير په نه درولو سره هڅه کړې چي پر هسپانيې سياسي فشار وارد کړي. د دواړو هيوادونو تر منځ لانجمني دي، ولي چي هسپانيې د درملنې له پاره و خپل هيواد ته د پوليساريو د سيمي د بېلتون غوښتني د غورځنګ يو مشر ته د ورتګ اجازه ورکړې وه.

د پوليساريو ډله له مراکش څخه د لويديځي صحرا د خپلواکۍ له پاره مبارزه کوي. دغه سيمه تر ۱۹۷۵ کال پوري د هسپانيې مستعمره وه.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې