د ۲۰۲۰ د مۍ میاشتې ۱۳مه لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو خیمې. کرېډېت: رویترز، الیاس مارکو
د ۲۰۲۰ د مۍ میاشتې ۱۳مه لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو خیمې. کرېډېت: رویترز، الیاس مارکو

یوناني چارواکو نن پنجشنبه د جون میاشتې ۳مه د دغه هیواد په لېسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو کې د کډوالو د واکسین لړۍ د پیل خبر ورکړی دی.

د یونان د پناه غوښتنې چارو مشر مانوس بوګوتیتیس پرون چهارشنبه د جون میاشتې دویمه د انا په نامه یوناني خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، ټاکل شوې چې سر له نن پنجشنبه یوناني ټاپوګانو کې د جانسون اند جانسون واکسین پر مهاجرو تطبیق شي. په وینا یې د یونان پلازمېنې اټن څخه استول شوې ډله به د واکسین د تطبیقولو دنده پر مخ یوسي.

 نوموړي زیاته کړې چې دمګړۍ د پناه غوښتونکو له ډلې څخه ۱۵ سلنه یې چمتووالی ښوولی چې ځانونه واکسین کړي.

 د یونان د مهاجرو چارو مشر دا هم ویلي: «که داسې ګومان وکړو چې د دغو کسانو له ډلې ۳۰ سلنه یې تر ۱۸ کم عمر لرونکي مهاجر دي او ۳۰ سلنه کسان تر دې دمخه ناروغان شوي دي، د پاتو کسانو په واکسینولو سره د کورونا ویروس پر وړاندې د مهاجرو خوندیتوب پورې لنډه لاره ده.»

ټاکل شوې چې دغه لړۍ د لېسبوس ټاپو په کاراتپه، د خیوس ټاپو په ویال او د ساموس ټاپو په واتي کمپونو کې ترسره شي. یونان کې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې د اړیکې مسولې دورا وانګي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هره پنجشنبه او جمعه ۱۰۰ کسانو ته واکسین ورکول کېږي. 

 د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې دمګړۍ یوناني ټاپوګانو کې نږدې ۹۴۰۰ مهاجر اوسېږي.

 د بشري حقونو مدافع بنسټونو په وار وار ټاپوګانو کې د مهاجرو د ژوند پر خراب وضعیت او د کمپونو پر غیرصحي چاپېریال نیوکې کړې دي. د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال یادو بنسټونو په ځانګړې توګه پر مهاجرو لګول شویو بندیزونه غندول.

 په داسې حال کې چې پر یوناني وګړو بندیزونه لرې شوي دي یوناني ټاپوګانو کې بند مهاجر په اونۍ کې یوازې د څو ساعتونو لپاره له کمپونو څخه د وتلو اجازه لري.

 

نورې ليکنې