ویلمن پارک کې راغونډ شوي مهاجر. انځور: یوتوپیا ۵۶
ویلمن پارک کې راغونډ شوي مهاجر. انځور: یوتوپیا ۵۶

فرانسوي چارواکو نن پنجشنبه د جون میاشتې ۳مه تر ۵۴۰ ډېرو مهاجرو ته د ایل دو فرانس په استوګنځیو کې سرپناه برابره کړه. د دغو مهاجرو په ډله کې تر ۳۰۰ ډېر هغه کسان هم شامل دي چې له تېرې یکشنبې راهیسې د پاریس ویلمن پارک کې راغونډ شوي وو.

د ایل دو فرانس قومندانۍ نن پنجشنبه د جون میاشتې ۳مه ۵۴۶ مهاجرو ته د هرکلي په بېړنیو مراکزو کې سرپناه برابره کړې. ډېریو دغو کسانو تېره یکشنبه د پاریس رپوبلیک ډګر کې د سرپناه د نه لرلو له امله اعتراضي لاریون وکړ او ورپسې د پاریس په ۱۰مه ناحیه ویلمن پارک کې راغونډ شول. 

بیا ولولئ: د پاریس په ویلمن پارک کې راغونډ شوي مهاجر: «حکومت دې موږ ته سرپناه راکړي»

دغه مهاجر چې ډېری یې افغانان او افریقایان دي نن پنجشنبه د ایل دو فرانس په جمنازیمونو، هوټلونو او یا د مهاجرو د وضعیت د ارزولو مرکزونو کې ځای پر ځای کړل شوي دي.

د ایل دو فرانس قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو مهاجرو کې ۵۳۰ نارینه او د ماشومانو په ګډون ۱۶ زیان منونکي کسان شامل دي.

 خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د مهاجرو له وضعیت سره سم ورسره ټولنیزې، روغتیایي او اداري مرستې کېږي او په مناسبو ځایونو کې ورته سرپناه ورکول کېږي.

د خبرپاڼې له مخې د تېرې می میاشتې له ۶مې راهیسې ټولټال ۲۰۵۸ کسانو ته سرپناه ورکړل شوې ده.

۸۰ کورنۍ لا هم سرپناه نه لري

په ورته مهال د یوتوپیا ۵۶ غړی یان منزي چې ویلمن پارک کې د مهاجرو په غونډولو کې ونډه درلوده استوګنځیو ته د مهاجرو انتقالول یوه کوچنۍ بریا بولي.

بیا ولولئ: د سترګو لیدلي حالونه: د پاریس په ویلمن پارک کې مهاجر د هیلې او ویرې ترمنځ

نوموړی ټینګار کوي چې د پاریس د شمالي سیمې په کمپونو کې د پاتو مهاجرو په ګډون نږدې ۸۰ کورنۍ لا هم سرپناه نه لري. په وینا یې چارواکو ویلي چې د دغو مهاجرو د ستونزو د هوارولو لپاره د حل لاره لټوي. خو ښاغلی منزي زیاتوي که چېرې چارواکي دغو کسانو ته سرپناه ور نه کړي، دوی به دې ته اړ شي چې ورته اقداماتو ته لاس واچوي.

یان منزي په دې اند دی چې پر چارواکو فشار نتیجه ورکړې ده او د رکېزیسیون په نامه ټولنه په پام کې لري چې د فرانسې په نورو سیمو کې ورته عملیاتونه ترسره کړي.

نوموړی دا هم وایي چې دوی نور نه غواړي چې چارواکي مهاجرو ته سرپناه ورکړي خو لږ وروسته یې له استوګنځیو څخه وشړي. 

 

نورې ليکنې